1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

په کورسک سیمه کې د اوکرایني پوځ پرمختګ دوام لري

۱۴۰۳ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

اوکرایني پوځ د دوشنبې (د اګست ۱۹ نیټه) په ورځ هم د روسیې په خاوره کې دننه کورسک سرحدي سیمه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

Russland | Zerstörte Brücke in Kursk
د روسیې په کورسک کې ویجاړ شوی پلانځور: 2024 Planet Labs Inc./REUTERS

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په کیف کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «له نن څخه زمونږ وسله وال ځواکونه تر ۱۲۵۰ مربع مترو ډیره، د دښمن خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.»

کرملین د اوکراین د برید له کبله له کیف سره خپل مذاکرات رد کړي دي.

د اوکراین پوځ د ۹۲ محلاتو کنترول په خپل لاس کې لري او په تیرو څلورو ورځو کې یې ۱۰ نورې سیمې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

اوکرایني پوځ د اګست له نهمې نیټې راهیسې د کورسک سیمې پر لور خپل پرمختګ جاري ساتلی دی او له هغه وخت راهیسې یې د دې سیمې ځینې برخې لکه د «سودژا ښار» چې لویدیځ اروپا ته د ګازو د صادرولو مهم مرکز دی کنترول په خپل لاس کې نیولی دی.

دا د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغیلیزې جګړې له پیلیدو وروسته له سرحد څخه بهر د اوکرایني ځواکونو تر ټولو ستره حمله ده.

د اوکراین د ولسمشر په خبره د دې برید هدف د سولې له پاره پر روسیې د فشار واردول دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب