په کولمبيا کي ۳۳ تنه ياغيان وژل سوي دي
۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبهاعلان
په کولمبیا کي دولتي ځواکونو په فارس ډلي پوري تړلي ۳۳ یاغیان وژلي دي. دغه یاغیانو یوې نفت لرونکي سیمي ته څیرمه چي د وینزویلا پولي ته نزدې پروته ده وژل شوي دي.
د کولمبیا د دفاع وزیر ویلي دي چي له دولتي ځواکونو سره هوایي ملاتړ هم مل وو. د هغه په خبره په تیرو ۲۴ ساعتونو کي تر۵۰ ډیر یاغیان وژل شوي یا نیول شوي دي.
د فارس یاغیان له ۱۹۶۰ کلونو راهیسي د کولمبیا له دولتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.