په کولمبیا کې د پل رالویدو پيښي لس کسان وژلي دي
۱۳۹۶ دی ۲۶, سهشنبهپه پام کې وه چې په نزدې وخت کې د دغه پل ساختماني چارې ختمې شي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکي هغه وخت ووژل شول چې دغه نابشپړ پل راولوید.
د رپوټونو له مخې کارګرو د پل د اوبو ایستلو پر سیستم باندي کار کاوه، چې دغه پيښه رامنځ ته شوه. د پيښې قربانیان له ۲۸۰متره لوړ پله څخه لاندي رالویدلي دي. دغه سیمه د کولمبیا له پلازمینې څخه څه کم سل کیلومتره وړاندي پرته ده.
نهه کارګرو ځای پر ځای مړه شوي او یوه تن وروسته په روغتون کې سا ورکړې ده. په پيښه کې څو کسان ټپیان شوي هم دي او یوولس کارګر لادرکه دي.
هغه اداره چې د دغه پل چارې یې په لاس کې وې، ویلي دي چې ټپیان په وییاویسنیو، کې یوه روغتون ته وړل شوي دي.
د چارواکو په خبره د پله د رالویدو د علت په هکله څیړنې کوي او دا هڅه هم کوي چې معلومه کړي څومره کسان په ساختماني چارو کې مشغول ول. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د پيښې پر مهال شل تنه هلته موجود ول.
په پام کې وه چې دغه ۴۴۶ متره اوږد پل د پرانیستنې مراسم تر سره شي. پل د لويي لارې هغه برخه وه چې پلازمینه بوګوتا یې له وییاویسنیو، سره نښلوله.
د ترانسپورت وزیر په الوتکه کې سیمه ته سفر کړی او د ژغورنې له عملې سره یې لیدلي دي.
زموږ له آرشیف څخه: