1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ او نورستان کې تر ۱۹۰ جریبه پر زیاته ځمکه اور لګيدنه

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، چې په کونړ کې اور لګېدنه پای ته رسېدلې، خو په نورستان کې لا هم دوام لري. د چارواکو په وینا په لسګونه جريبه ځمکه د اورلګیدنې له امله تخریب شوې ده.

آرشيف انځور: په کونړ او نورستان کې اور لګیدنه
آرشيف انځور: په کونړ او نورستان کې اور لګیدنهانځور: Inayat-ur-Rehman

د دغه وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ویاند شفیع الله رحیمي دویچه ویله ته وویل، چې اور د کونړ په پیچ دره او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې اور لګيدلی وو. هغه زياته کړه، چې تېره شپه په کونړ کې اور لګېدلى پاې ته رسیدلی، خو په نورستان کې لا هم دوام لري. د هغه په ​​وينا اوسمهال د زيانونو اندازه له ۱۹۰ جريبه تخریب شوې ځمکې لوړه ده.

اړونده موضوع: د کونړ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې ادامه

په همدې حال کې د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې مسوول احسان الله احسان، دویچه ویله ته وویل، چې په کړنګل او سوندرۍ درو کې ځنګلونو اور اخیستی دی. د هغه په ​​وينا، په کونړ کې ۱۴ هکتاره ځمکه له منځه تللې او پاتې نوره يې د نورستان ولايت ده.

تر اوسه د دې اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. خو د کونړ اوسېدونکي وايي، چې له دوو ورځو راهيسې يې هڅه کړې، چې اور په شته امکاناتو سره کنټرول او مړ کړي. د دوی په وینا اور لومړی په کوړنګل سیمه کې پیل شو او وروسته د باد او توپان د څپې له امله نورو سیمو ته هم خپور شوی. د سیمې یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل، چې د طالبانو چارواکي له دوی سره په تماس کې وه، خو د لرې واټن له امله خلک مجبور شوي په په يوازې سر اور کنترول کړي.

اړونده موضوع: د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل څه دی؟

باید وویل شې چې تېر کال هم د افغانستان په ځنګلونو کې اور لګېدلی وو، چې په دې کار سره د ځنګلونو او چاپیریال ساتنې په اړه اندیښنې لا را پورته کیږې.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب