په کونړ کي واوري ښوېدني ۱۰ کسان وژلي دي
۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعهد کونړ ولايت ویاند غني مصمم په سيمه کې دویچه ویلي ته وویل، چې پيښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته د چپې درې ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوې او ښايي په جزیاتو کې يې تغیر راشي.
هغه وويل چې ولايت مقام له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره سیمي ته د مرستو ډلګۍ ولېږي.
د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شفیق الله ویاړ په تليفوني خبرو کې په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال ته وويل: «د بهادر کلي په پېښه کې د مغل په نوم د یوه کس د کورنۍ اوه غړي، چې یوه مېرمن او څلور ماشومان پکې شامل دي وژل شوي او یو بل کس زخمي شوی دی.»
هغه هم وويل چې ممکن د وژل شویو او ټپيانو په شمېر کې بدلون راشي، ځکه سیمه ډېره لرې ده او ځینې خلک اوس هم بند پاته دي.
وړمه شپه بیا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو له امله د يوې سمڅې د کښېناستو په پېښه کې درې کوچي ځوانان او د هغوى١٥٠پسونه مړه شول.
دا په داسي حال کې ده چې تر تېرو څو میاشتو ځنډ وروسته په نژدې ټول هيواد کې اورښتونه او واوري اورېدل پیل شوي چې د سر ومال د زیان تر څنګ یې ځیني لاري هم د ټرافیکو پر مخ بندي کړي.
اميد ديدار/ ننگرهار
زموږ له ارشيف څخه: