1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو نښته شوې

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

د کونړ د ولایتي شورا غړي ملک شیرزمین دویچه وله ته وویل، نن سهار پاکستانیو ځواکونو د ناړۍ ولسوالۍ اړوند دوکلام صفري نقطه کې د پوستې جوړولو په سر تر اوږدو خبرو باوجود هم پکې تاوتریخوالی رامنځ ته شو.

Afghanistan Afghan National Army Soldaten Symbolbild
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او کونړ د ولايتي شورا غړی ملک شيرزمين وایي له اوږدو خبرو وروسته د یکشنبې ورځې پر شاوخوا دریو بجو د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو تر منځ نښته پیل شوې، چې اوس هم روانه ده. دی وایي، دغې نښته کې له درنو او سپکو وسلو کار اخستل کېږي. خو تر اوسه دواړه لوریو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته. داسې ويل کيږي چې په یوه کور باندې د پاکستانۍ غاړې هاوان مرمۍ لګېدو له امله یوه مېرمن او یو سپین ږیری زخمیان شوي دي. ښاغلی ملک شيرزمين وایي، پاکستانۍ غاړې د دوکلام په صفري نقطه کې د سمندر په نوم د افغان ځواکونو پوستې سره جوخت په زور د پوستې جوړولو هڅه کوله. د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جلال زیرک بيا وایي، نیږدې یو ساعت کېږي چې د پاکستانیو او افغان ځواکونو تر منځ نښته روانه ده. خو نوموړي ويل چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نه لري.

څه باندې دوه کاله پخوا هم تورخم ښارګوټي کې افغان او پاکستانیو ځواکونو صفري نقطه کې د یوې پوستې جوړولو پر سر څلور ورځې او شپې پر له پسې نښتې کړې وې چې دواړو لوریو ته د سر زیان اوښتو تر څنګ دغې جګړې مالي زیانونه هم اړولي وو.

اميد ديدار/ن ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل