1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کويټه کې ولې ایراني ښوونځي تړل شوي؟

۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د پاکستان په کوېټه ښار کې له تېرو دريو لسیزو راهيسې فعال ايراني ښوونځي په ناڅاپي توګه تړل شوي دي. څارونکو په دې اړه پوښتنې راپورته کړي خو حکومتي ادارې ولې خاموشه دي؟

Pakistan Quetta Behörden schließen einige angebliche iranische Schulen
انځور: Ghani Kakar/DW

د جون پر ۱۲مه نېټه سيمه ایزو چارواکو او د تعليم ادارې په هزاره ټاون سيمه کې شپږ ښوونځي وتړل. چارواکو ويلي ول چې په دې ښوونځيو کې زده کوونکو ته د ايران نصاب تدريس کیده. په کويټه کې د ایران د قونسلګرۍ د مطبوعاتو برخې په حواله پاکستاني چارواکو ښوونځي پرته له دې چې دوی ته خبر ورکړي، تړلي دي.

د ايران د قونسلګرۍ يوه وياند له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «په کويټه کې ايراني ښوونځي د يوه تړون پر اساس پرانيستل شوی ول. اړوندو پاکستاني چارواکو وخت پر وخت د دې ښوونځيو ارزونه هم کوله. په روان میلادي کال کې د بلوچستان د زده کړو بنسټ د دې ښوونځيو د ښوونکو او مالي لګښتونو په اړه جزيات غوښتي ول چې پر وخت مو ورته ورکړل.»

د ایران د قونسلګرۍ له خوا زياته شوې چې له پاکستاني چارواکو سره یې د ښوونځيو د بندولو په تړاو تماس نیولی دی او د سؤتفاهمونو د له منځه وړولو هڅې رواني دي.

له ښوونځيو څخه د ليدنې او ارزونې پر مهال د »اعتراض وړ« ايراني ادبياتو د ترلاسه کيدو ادعا هم شوې ده. پاکستاني چارواکي وايي چې د ایران په مالي مرسته چليدونکو دې ښوونځيو له حکومتي تعليمي ادارې سره هیڅ الحاق نه درلود.

په پاکستان کې د تعليمي نصاب د «اسلامي» کولو هڅي

په دې ښوونځيو کې تر اتياو زياتو ښوونکو تدريس کاوه. له دوی څخه يوه هزاره ټاون میشتي ښوونکي له دويچه ویله سره په خبرو کې د خپل راتلونکي په اړه انديښنه څرګنده کړه.

هغه چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې د دغه ښوونځيو چارې نيغ په نیغه په کويټه کې د ایران د قونسلګرۍ له خوا پر مخ وړل کيدلې.

هغه وويل: «په هزاره ټاون کې د ایران تر سرپرستۍ لاندې په دې ښوونځيو کې د ايران نصاب تدريسيده. زه له تېرو پنځوو کلونو راهيسې له تړل شويو څخه یې په يوه ښوونځي کې ښوونکی يم. موږ چې کوم نصاب تدريس کاوه، تر مخه پرې هیڅکله اعتراض يا نيوکه نه ده شوې. په فارسي ژبه تدريس د سيمې د خلکو هم خوښيده.»

د کويټه د ښوونځيو کتابونهانځور: Ghani Kakar/DW

هغه زیاته کړه: »په هزاره ټاون کې د میشتو زياتره خلکو مورنۍ ژبه فارسي ده او له دې ښوونځيو فارغيدونکي اکثره زده کوونکي به د لوړو زده کړو له پاره کابل او يا ایران ته تلل.«

د دې ښوونکي په حواله د ښوونځيو د تعليم پر معيار والدينو هم کله کوم اعتراض نه دی کړی. خو د دې ښوونځيو په تړل کيدو سره دلته په زده کړو د بوختو ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

په کويټه کې د زده کړې د څانګې يوه لوړ پوړي چارواکي محمد جاويد وويل چې ايراني ښوونځي د شخصي ښوونځيو له تنظيموونکي ادارې سره ثبت نه دي. نوموړي زياته کړه: »دا ښوونځي په ۱۹۹۱م کال کې د زده کړو د ایالتي ادارې او سيمه ایزې ادارې ترمنځ د يوه توافق په نتيجه کې رامنځته شوی ول خو وروسته بیا په دې برخه کې کومه نوې پريکړه نه ده شوې. اوس اړونده چارواکي په دې اړه څېړنې کوي او د تحقيقاتي رپوټ تر بشپړيدو وروسته به يې د نتايجو په رڼا کې تصميم ونیول شي.«

محمد جاويد زياته کړه: «وګورئ د دې ښوونځيو د تړل کیدو پر وخت هیڅوک نيول شوي نه دي. د زده کړو پر ملي نصاب هیڅ ډول جوړ جاړی نه شي کیدلی. په ایراني ښوونځيو کې چې کوم نصاب تدريسيده هغه ارزول کیږي. دمګړۍ د دې ښوونځيو د راتلونکي په اړه څه نه شي ویل کيدلی.»

د کويټه هزاره ماشومان په دولتي ښوونځيو کې د شامليدو په برخه کې د خنډونو سره مخ کیږيانځور: Ghani Kakar/DW

د کويټې په څنده کې د شعيه مذهبو په مزکزي سيمه هزاره ټاون کې ډېر هزاره افغانان هم ژوند کوي.

د هزارګانو يوه مشر لياقت علي هزاره وويل چې د ایراني ښوونځيو له تړلو سره په حکومتي کچه مجرمانه بې غوري شوې ده. هغه وويل: «که چېرې دغه ښوونځي په غير قانوني توګه پر مخ وړل کیدل نو اړوندو چارواکو بيا ولې کوم اقدام نه دی کړی؟ زما په آند دلته يوازې د ایران نه بلکې د نورو هېوادونو نصابونه هم په بېلو ادارو کې تدريسيږي، د هغې پر ضد دې هم بې توپيره اقدامات وشي.»

لياقت هزاره وويل چې لومړی د دې اړتيا ده چې د شخصي ښوونځيو نصاب وارزول شي. د هغه په خبره حکومت کولی شي چې د ښه تعليمي نظام له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې هم ډېره کاميابي ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې په کويټه کې تر دې دمخه له يوې خيريه موسسې سره تړاو لرونکي څلور کسان هم څه موده مخکې د ایران له استخباراتي ادرې سره د اړيکو او په شکمنو کړنو کې د ښکيلتيا په تور د پاکستاني چارواکو له خوا نيول شوي دي.

عبدالغني کاکړ، کوېټه

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب