1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوچنيو نجونو او هلکانو کي د بربنډو فلمونو د کتلو عادت

۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبه

په ټوله نړۍ کې هر کال ۱۰۰ ميليارده بربنډ فلمونه کتل کیږي او په فرانسه کې خو ۹۰ سلنه ماشومانو لا په يولس کلنې کې دا ډول ويډيوگانې ليدلي وي. له لوڅو ويډيوگانو څخه د ماشومان د ساتنې له پاره اوس يوې ټولنې هلې ځلې پيل کړي دي.

Symbolbild Revenge Porn
انځور: picture-alliance/empics

په فرانسه کې د «پورن بند کړئ» په نوم تحريک په ۲۰۱۸م کال کې پيل شوی وو. د دې تحريک بنسټ اقتصاد پوه او ليکوال فرانسوا بيو لوخنر ايښې دی. نوموړی له تېرو شلو کلونو راهيسې له پورنوگرافي يا بربنډو فلمونو سره تړلو مسايلو په برخه کې کار کوي.

د «کې اين ای» له خبري آژانس سره د خبرو پر وخت هغه وويل چې پورنوگرافي نه يوازې پر روح او اخلاقو ناوړه اغیزه کوي، بلکې د انسان پر ذهنيت او ځيرکتيا هم منفي اغیزه کوي. هغه زياته کړه: «او تر ټولو زيات ځوانې نجونې او هلکان د دې ښکار کيږي. زما يوه ملگري ماته وويل چې د هغه د يولس کلن زوی دوستان په ښوونځي کې لوڅې ويديوگانې گوري او هغه هیڅ نه پوهيږي چې څرنگه خپل زوی د دې ډول فلمونو له کتلو وساتي.»

د «پورن بند کړئ» تحريک موخه هم همدا ده چې کم سنه ځوانان په يوه نه يوه لاره د لوڅو فلمونو له کتلو څخه وساتل شي.

د دې غورځنگ د شميرو په حواله لوڅ فلمونه او د بربنډو فلمونو کتل په ډېره چټکې سره د عام کیدو په حال کې دي. هر کال په توله نړۍ کې څه نا څه سل ميليارده لوڅ فلمونه کتل کيږي او په فرانسه کې نوي سلنه يولس کلن ماشومانو که يې غوښتي وي که نه، دغه ډول فلمونه کتلي دي. د دې شمیرو پر اساس د ۱۴ او ۱۵ کلونو ترمنځ هلکانو او نجونو څخه یې ۸ سلنه د دې ډول جنسي موادو په کتلو روږد شوي دي.

کارپوهان وايي چې د بربنډو فلمونو کتل د انسان پر ځیرکتيا منفي اغیزه کويانځور: picture-alliance/dpa

په فرانسه کې د لوخنر غورځنگ داسې ويديوگانې او کتابونه خپروي چې والدين او ماشومان د لوڅو فلمونو د کتلو پر منفي اړخونو او اغیزو وپوهوي. دا تحريک د هغو ويب پاڼو پر وړاندې حقوقي دعوې هم کوي چې کم سنه ځوانانو د دې ډول موادو کتلو ته تشويقوي.

په فرانسه کې که څه هم چې د لوڅو فلمونو نشرول او خپرول جرم نه دی، خو د دې فلمونو کتلو ته د ماشومانو تشويقول بيا جرم گڼل کيږي.

د فرانسوا بيو لوخنر په حواله ډېرې مسيحي ادارې هم له ده  سره همکاري کوي او همدا راز امامان هم له دې تحريک سره ليوالتيا لري. هغه وويل چې له ټولې نړۍ څخه خلک او سازمانونه له دوی سره همکارۍ ته چمتو دي، ځکه چې دا يوه نړيواله ستونزه ده.

د ۲۰۱۷م کال په نومبر مياشت کې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم ژمنه کړې وه چې د پورنوگرافي پر ضد به اقدامات کوی، خو تر اوسه د فرانسې په پارلمان کې پر دې حساسه موضوع هیڅ بحث نه دی شوی. خو فرانسوا بيو لوخنر وایي چې هغه غواړي په ۲۰۲۰م کال کې له پورنوگرافي څخه د ماشومانو د ساتنې مسله د يوې ملي مسلې په توگه راڅرگنده کړي.

bs/ nz (nka)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب