خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې د چارواکو له قوله لیکلي دي چې په چاودنه کې۱۶ تنه وژل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې کابو۳۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د ژغورنې د عملې یوه کارکوونکي عبدالحمید اڅکزي، ویلي دي چې د ډیرو ټپیانو وضعیت کړکیچن دی. د هغه په خبره ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي. چاودنه د میوې او سبزیجاتو په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شوې ده چې زیاتره پکې هزاره لږکي وي.
یوه پولیس ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په مارکیټ کې ډیره ګڼه ګوڼه وه. لا تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې شیعه مذهبه تل د افراطي سني ډلو د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. په تیرو کلونو کې په کویټه کې په څو چاودنو کې تر سلونو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کویټه د پاکستان د تر ټولو ستر او په عین وخت کې د بې وزله ایالت بلوچستان مرکز دی.
د بلوچستان ایالتي لومړي وزیر جمال خان دغه برید غندلی دی او ویلې یې دي: «د دغه ترهګریز برید تر شا د بشریت د دښمن لاس دی.» هغه د پيښې د ټپیانو له پاره د درملنې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
sr/nz (dpa, afp, ap)
زموږ له آرشیف څخه:
ترهگرۍ په ۲۰۱۸کال کې کوم هیوادونه تر ټولو زيات ځپلي دي؟
د ترهګرۍ نړیوال شاخص هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په اړه شمیرې خپروي. د دغه رپوټ له مخې افغانستان یو وار بیا په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: STR/AFP/Getty Images«د ترهګرۍ نړیوال شاخص» د رپوټ له مخې تیرکال په عراق کې په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲۷۱ تنه وژل شوي، په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۱۶م کال کې نږدې ۱۰ زره ول. د داعش په بریدونو کې ۵۲ سلنه کمښت رامنځته شوی دی، خو سره له دې هم عراق په ترهګرۍ کې د ښکيلو هیوادونو په کتار کې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د نوملړ په سر کې ځای لري.
انځور: picture-alliance/APد نوي رپوټ له مخې افغانستان په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې د ترهګریزو پيښو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر تر عراق هم لوړ دی. تیر کال په نږدې ۱۲ سوه ترهګریزوو پيښو کې ۴۶۶۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiپه ۲۰۱۷م کال کې په نایجیریا کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې تر دوه نیم زرو ډیر کسان وژل شوي دي، دا د تیرکال په مقابل کې ۱۶ سلنه کم دی.
انځور: Reuters/Stringerد ۲۰۱۶ م کال په پرتله تیرکال په دغه هیواد کې د تلفاتو شمیر ۴۸ سلنه کم وو. خو سره له دې هم دغه هیواد له ترهګریزو بریدونو څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې په څلورم مقام کې ځای نیولی دی. په دې کال په سوریې کې نږدې ۱۱ سوه تنه وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFPپه پاکستان کې تیرکال د ۵۷۶ بیلابیلو ترهګریزو بریدونو په پایله کې اته نیم سوه انسانان وژل شوي دي. د۲۰۱۶م کال په پرتله تیرکال د پاکستان د تحریک طالبان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو ۱۷ سلنه کم ول. د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې ۵۰ سلنه او د لشکر جهنګوي په بریدونو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassanسومالیا په دې نوملړ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. سومالیا په ۲۰۱۶م کال کې په دې نوملړ کې په ۷ مقام کې ځای نیولی وو. په دې هیواد کې تر نوي سلنه د ډیرو بریدونو پړه الشباب ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
انځور: picture alliance/dpa/AAS. Mohamedهندوستان هم په دې نوملړ کې له ۸ څخه ۷ شمیر ته راغلی دی. په دې هیواد کې هم د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی او هم د وژل شویو کسانو په شمیر کې. په ۲۰۱۷م کال کې په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۳۸۴ تنه ووژل شول او ۶۰۰ ټپیال شول.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamدا هیواد نه یوازې د ترهګریزو بریدونو او حوثي یاغیانو د جګړې بلکې د ترهګریزو بریدونو سره هم مخامخ دی. د ۲۰۱۶ کال په پرتله په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو شمیر ۷۵ سلنه کم وو. په مجموع کې په ترهګریزو بریدونو کې ۳۷۸ تنه وژل شوي دي. په تیر شاخص کې یمن په شپږم نمبر راغلی وو.
انځور: Reuters/F. Salmanمصر یو وار بیا له ترهګرۍ څخه په اغیزمنو شویو لسو لومړنیو هیوادونو کې شامل شوی دی. په ۱۶۹ ترهګریزو پيښو کې ۶۵۵ تنه وژل شوي دي. ډیري بریدونه د داعش ترهګرې ډلې کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Abdallahپه دغه هیواد کې د ترهګرۍ په ۴۸۶ پيښو کې ۳۲۶ وژل شوي او په دې توګه دغه هیواد هم په هغو لسو هیوادونو کې شامل شوی دی چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي. په دغه هیواد کې د ۳۵ سلنه بریدونو پړه د «نیو پیپلز آرمي» په نوم کمونیستي ډلې په غاړه اخیستې ده. په داسې حال کې چې د داعش د ابو سیاف ډلې په بریدونو کې هم ۱۸ سلنه زیات رامنځته شوی دی.
انځور: Reuters/E. de Castroد «ترهګرۍ نړیوال شاخص» په نوملړ کې د کانګو جمهوريت له ۷،۰۵ نومړو سره په ۱۱مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: DW/J. Kanyunyuتیر کال ترکیه د لومړي ځل له پاره له ترهګرۍ څخه د تر ټولو ډیرو لسو اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې شامل کړای شوی وو، خو په ۲۰۱۷م کال په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو له امله د وژل شویو کسانو شمیر کم وو.
انځور: Reuters/Y. Karahan په لیبیا کې د معمر القذافي د واک تر پای ته رسېدو وروسته دغه هیواد په ډیري چټکۍ سره د ترهګرۍ په جال کې بند پاته شو. تیرکال دغه هیواد په دغه لیست کې په ۱۰ او سږ کال په ۱۳ مقام کې ځای نیول دی.
انځور: Reuters/H. Amara