په کينيا کي ټاکني پيل سوې
۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبهد کینیا په ټاکنو کې اته تنه نوماندان له یو بل سره سیالي کوي. خو تمه کیږي، چې په دغو ټاکنو کې به دوه نومدان چې لومړی وزیر رایله اودینګا او د هغه مرستیال یوهویو کینیاتا، یو له بله سره نزدې سیالي وکړي او د نورو په پرتله به ډیر رایې وګټي.
دواړو مخکښو نوماندانو ویلي دي چې د ۲۰۰۷ کال په شان به په کینیا کې تاوترخوالی رامنځ ته نه شي. په غه کال کې ټاکنې خونړۍ شوې چې په پایله کې یې ۱۱۰۰ تنه ووژل شول او ۶۰۰۰۰۰ نور کسان بېځایه شول.
په کینیا کې ډیری رای ورکوونکو تر لمر خاته دمخه د رای اچوني مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ ول. په کینیا کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان د رای اچونې شرايط پوره کوي. په دغو ټاکنو کې دغه راز د پارلمان غړي، والیان، سناتوران او د ښځو یوه ځانګړې استازې هم وټاکل.
ممباسا ته نزدې تاوتریخوالی
که څه هم ټولو اړخونو د سولي له پاره خپل غږ پورته کړی دی، بیا هم د ممباسا په ښار کې څو تنه پولیس د ټاکنو تر پیلیدو څو ساعته دمخه وژل شوي دي. دغه پولیس دې سیمې ته د ټاکنو د امنیت د ټینگولو په موخه استول شوي ول.
د پولیسو یوه قوماندان ویلي دي چې په دې پېښه کې پنځو تنو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز د ممباسا په شمال کې هم د یوه بل يرغل د ترسره کیدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
د ټاکنو د دوهم پړاو د ترسره کیدو امکان
د کینیا په ټاکنو کې ښايي یو نوماند هم کافي رایې و نه ګټي او د دې ډیر امکان شته چې ټاکنې د اودینا او کنیاتا تر منځ دوهم پړاو ته وغځیږي. که ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي نو د اپریل د میاشتې پر۱۱ نیټه به د ولسمشرۍ د ټاکنو په موخه رایې واچول شي.
یوه بله خبره چې د کینیا ټاکنې لا ستونزمني کوي د کنیتا او د هغه د مرستیال ویلیم روتو پر ضد په نړیواله محکمه کې دوسیې دي. پر دغو دواړو باندي تور لګول شوی دی چې د ۲۰۰۷ کال په ټاکنو کې یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.
که کنیتا ټاکنې وګټي نو کینیا کیدای شي چې څو کاله بې ولسمشره وي. تر هغه وخته پورې چې په نړیواله جنایي محکمه کې د هغه دوسیه و نه تړل شي، دی به خپل کار پیل نه شي کړای.
د سولې له پاره غږ
د کینیا ولسمشر موای کیباکي، چې اوس یې دوره پای ته رسیدلې ده پر خپلو هیوادوالو باندې غږ وکړ چې په سوله ییزه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.
د کینیا د ټاکنو د امنیت د ټینګښت له پاره ۹۹۰۰۰ تنه پولیس په دنده ګومارل شوي دي. د دغو ټاکنو څارنه هم د۲۶۰۰ بهرنیانو په ګډون۲۳۰۰۰ کسان کوي.