د کیف ښاروال، ویتالي کليچکو پر ټيلګرام ليکلي چې تر چاودنو وروسته د ښاروالۍ ټيمونه د پېښې ځایونو ته رسيدلي دي. دوی ويلي دي چې په دغو بریدونو کې د روسي ځواکونو د نورو بریدونو په څير د ایران ساخت شاهد ډرون شاملې دي. بریدونه کیف ته څيرمه په يوه داسې سیمه چې پکې ډير حکومتي دفترونه دي، ترسره شوي دي.
د کیف ښار ادارې پر ټيلګرام ليکلي دي چې د ډرون په یوه حمله کې د شوچنکيفسکي ولسوالۍ په مرکز کې دوه اداري ساختمانونه تخریب شوي دي. دا چې پکې ځاني تلفات هم اوښتي یا نه، تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
تر کریسمس وروسته د جګړې ختمولو له پاره د زیلنسکي وړاندیز
اولکسي کولبا ويلي دي چې اوکرايني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کیف په مربوطاتو کې لس ځانمرګي ډرون په ډزو راغورځولي دي.
د اوکراین هوايي دفاع ځواکونو هم پر خپل ټيلګرام چینل ليکلي چې دوی لس شاهد ډرون چې د آزوف بحیرې له شرقي ساحل څخه راپورته شوې وې، راغورځولي او زياته کړې ده چې «جګړه لا هم ادامه لري.»
د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، دغه برید سهار وختي د کاري ورځي د پيل په شاوخوا وخت کې شوی چې تر هغه وروسته په پلازمېنه کیف کې پراخه چوپيتا خپره شوه.
اروپايي اتحادیه خپلې نظامي مرستې ۵،۵ میلیاردو ته زیاتوي
پر اوکراین د روسي قواوو په دوامداره بمباريو کې تر ډیره ملکي زيربناوې لکه د برېښنا تاسیسات په نخښه کيږي چې په ميلیونونو خلک ېې د برېښنا له نشتوالي سره مخ کړيانځور: Emilio Morenatti/AP/picture alliance زیاته شوې چې په دغو چاودنو کې د تخریباتو ډیر لږ آثار تر سترګو شوي او دغه راز بريدونو ته دومره توجه نه ده شوې حتی د مرکزي ولسوالۍ برید ته هم.
خو د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي، د دفتر یوه لوړپوړي چارواکي، کيريلو تیموشنکو، پر ټولنیزې رسنۍ خبرداری ورکړی چې «خطر لا پای ته نه دی رسیدلی.» هغه ويلي دي چې په دغو بریدونو کې يو شخصي کور لګېدلی دی.
اوکراین ژر د ځوابي عملیاتو د پيلولو اعلان کړی
د چهارشنبې ورځې بریدونه پر اوکراین د روسي ځواکونو د میاشتو بمباريو په ادامه ترسره کیږي چې تر ډيره پکې ملکي زيربناوې په نخښه کيږي. روسېې همدارنګه په ورستیو اوونیو کې د اوکراین د سويلي او ختيځي سیمو په لومړيو کرښو کې هم جګړه جاري ساتلې ده.
اوکرايني چارواکي وايي چې د وروستيو جګړو په جریان کې له هغې ډلې د دسمبر مياشتي پر ۵مه ېې د ۶۰ تر ۷۰ پورې هوايي حملې د هوايي دفاع سیستم په مټ شنډې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې امریکا متحده ایالات چمتو دی چې اوکراین ته د پېټرويت توغندي د یوې دستګاه ليږد تائيد کړي.
زيلنسکي له جي ۷ هېوادونو څخه د نور طبعی گاز غوښتنه کړې
امريکا دغه خبره د اوکرايني چارواکو د یو فوري درخواست په ځواب کې کړې کوم چې غواړي د توغنديو د نسکورولو له پاره قوي وسلې په اختیار کې ولري.
mks/nz/ (AP)
پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
په اوکراین کې جګړه، بې برقي او سوړ ژمی
روسېې د اوکراین پر ملکي زېربناو لکه د برېښنا پر تاسیساتو خپلې حملې جاري ساتلي. په ملیونونو خلک په موقتي توګه له برېښنا بې برخې شوي دي، آن اوبو او ګاز ته لاسرسی نه لري. خلک د معمول خلاف سږکال له یو سخت ژمي سره مخ دي. انځور: Pool Philip Reynaers/dpa/Belga/picture alliance د اوکراین په دونيڅک سېمه کې يو ټانک ولاړ دی. دونیڅک ېوه له هغو سیمو ده چې تر ټولو ډیره جګړه په کې شوې ده. د ژمي پيل، ورښتونو او سړې هوا د عسکرو له پاره د جګړې ادامه او یا ېې درول ډير سخت کړي دي. له وضعيته ښکاري چې اوکراین له یو سخت ژمي سره مخ دی. په عین حال کې روسي ځواکونو خپلې حملې هم جاري ساتلي دي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د اوکراین خیرسون ښار يو له هغو سیمو څخه ده چې اوکرایني ځواکونو بېرته له روسي ځواکونو څخه نېولې ده. په انځور کې د دغه ښار اوسیدونکي لیدل کيږي چې د مرستو ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. اوکراین خیرسون وروسته له هغې ونيو چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل او د دينپرو سیند هاخوا څنډې ته ولاړل.
انځور: Chris McGrath/Getty Images بخموت د اوکراین په دونیڅک سیمه کې واقع دی. په انځور کې ښکاري چې د روسي ځواکونو په حملو کې یو ساختمان تخریب او بیا ېې اور اخیستی دی. اوکرایني چارواکو په وروستيو کې ويلي دي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د بخموت ښار پر لور تللې لوی لارې بندي کړي چې په همدی موخه ېې پر شاوخوا کليو باندې بمباري او بریدونه ډير کړي دي.
انځور: YEVHEN TITOV/AFP/Getty Images د ټول هیواد په کچه د برېښنا پرچاوي په دغه انځور کې د اوکراین مرکز اړوند د برېښنا د لوړ ولتاژ یو تخریب شوی ستيشن ښکاري. روسي ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو خپلې حملې وروسته له هغې لاپسې ډيرې کړې چې دغه ځواکونه له ځينو سیمو ووتل او یا ېې د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې ماتې وخوړې. پر تاسیساتو حملو، په اکتوبر میاشت کې زور واخیست.
انځور: Ed Ram/Getty Images د جګړې د قربانيانو له پاره دا په اوکراين کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره ده چې په اورېدو سره ېې په خلکو کې د یو سخت ژمي وېره راپېدا کړې ده. په انځور یوه ښځه د کيف ښار په خپلواکۍ میدان کې د جګړې د قربانيانو په یاد یوه شمعه بلوي.
انځور: Jeff J Mitchell/Getty Images د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو د روسي ځواکونو له دوامداره بریدونو سره په ټول اوکراین کې د برېښنا پرچاوۍ کيږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په وروستیو ورځو کې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت په اوکراین کې د راغلې قحطۍ د نويمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وويل: «هغه وخت هغوی غوښتل موږ له لوږې مړه کړي او اوس په سړې هوا او تیارو سره.»
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance ګرمو جامو ته ډيره اړتيا ده... په اوکراین کې خلک له يو او بل سره د ګرمو جامو مرستې کوي. د اوکراین په لويديځ کې د ونيز د رضاکارانو مرکز وايي چې تر ټولو ډير ګرمو جامو لکه پشمي خولۍ، دستکشې او کمپلو ته اړتیا ده. حکومت په کیف کې د لا ډيرو جنراتورنو او ترانسفارمرونو د لګولو امر کړی خو دغه وسایل ډير کم عرضه کيږي.
انځور: Hudak Serhii/Ukrinform/ABACA/picture alliance ۴۴ کلن ولادیمیر چې د لويو ښار اوسيدونکی دی د خپل کور په تهکاوۍ کې د مربا په مرتبانونو کې ساتلي خوراکي مواد چې د هغه مور تیار کړي دي کنټرولوي. ډيرو اوکراینيانو په ګرم موسم کې ځانونو ته خوراکي مواد زيرمه کړي، څو په ژمي کې ورڅخه استفاده وکړي. په وروستیو کې د کيف ښاروال هم له خلکو غوښتي ول چې د احتیاط له پاره په کورونو کې خوراکي مواد زيرمه کړي.
انځور: Gaelle Girbes/Getty Images یو خیریه بنسټ د کیف په یوه واټ کې له خلکو سره د ګرمو خوړو او دستکشو مرسته کوي. په وروستیو کې د ناټو د بهرنيو چارو وزیران د رومانيا په بخارست کې راټول شوي ول. دوی په خپلو غونډو کې د اوکراین د انرژۍ زیربناو د بېا رغاونې په ګډون له دغه هیواد سره د لاډیرو مرستو په اړه بحثونه وکړل.
انځور: Jeff J Mitchell/Getty Images دغه انځور د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې یا د جګړې د لومړيو اوونيو دی. په انځور کې ښکاري چې د اوکراین د ايرپين ښار څخه ملکيان د روسي قواوو د بریدونو له کبله د تېښتې په حال کې دي. دغه لړۍ لا هم ادامه لري. په بريتانيا کې د آلمان سفير شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د روسېې بریدونو ته په اشارې، په ژمي کې آلمان ته د اوکرایني مهاجرو د ېوې نوې احتمالی څپې څخه خبره کړې وه.
انځور: Emin Sansar/AA/picture alliance د اوکراین حکومت په ټول هیواد کې بې ځایه شوو خلکو له پاره له خیمو څخه موقتي سرپناوې جوړې کړي دي. په دغو خیمو کې بخارۍ او برېښنا هم شته او راغلو خلکو ته پکې ډوډۍ هم ورکول کيږي. په انځور کې دغه مهاجره جوړه په بوچا کې ېوې ګرمې خيمې ته پناه وروړې ده، خو په دغو خیمو کې انټرنيت ډیر ضعیف دی.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance په آلمان کې له اوکراین سره د مرستو ټولو لړۍ په چټکۍ روانه ده. په دغه انځور کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین ماير، د آلمان له پاره د اوکراین سفیر اولیکسي مکایوف او د المان د سره صلیب ادارې مشره ګیردا هاسیل فېلدت ليدل کيږي. د آلمان حکومت په کراتو اوکراین څخه د ملاتړ خبره کړې ده.
انځور: Bernd von Jutrczenka via REUTERS