سفرکینیا
کینیا: د بهرنیو سېلانیانو الوتکه غورځېدلې ۱۱ کسان مړه دي
۱۴۰۴ آبان ۶, سهشنبه
اعلان
د مامباسا اېر سفاري په نوم هوايي شرکت ویلي چې په دغه الوتکه کې ۱۰ مساپر انتقالېدل چې په ډله کې ېې ۸ د هنګري او ۲ ېې آلمانیان ول. د الوتکې کپټان کينيايي و.
دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «له بده مرغه هېڅ څوک نه دي ژغورل شوي.»
د هوا پېژندې ادارې چارواکو ويلي چې دغه پېښه د هند سمندر ساحل ته نژدې په کواله علاقه کې په ځايي وخت د سهار په شاوخوا ۸نیمو بجو رامنځ ته شوې ده.
د ځايي پولیسو یوه قوماندان د کينيا دولتي تلویزیون (KBC) ته وویل چې مړه شوي مساپر ټول سیلانیان دي.
یاد تلویزیون ويلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو شمېر ېې شديد سوځېدلې چې د پېژندلو نه دي.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکو ويلي چې دغه الوتکه په ساحل کې له دیاني ساحې څخه د کنیا په ملي پارک کې واقع کيچوا تیمبو نومې علاقې ته پر لاره وه.