1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګرځ بندیز کې هندي هنرمندانو څنګه فلم جوړ کړ؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د ګرځ بندیز او تر خپلو کورونو پورې محدود پاتېدو سربیره، د هند فلمي ستورو په ګډه یو داسې فلم جوړ کړ چې هر څوک یې د پردې تر شا مقصد ستاینه کوي.

Indischer Bollywoodschauspieler Amitabh Bachchan
انځور: AP

د هندوستان حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په خاطر د مارچ میاشتې له ۲۵ نیټې څخه د ۲۱ ورځو له پاره د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. دې کار تر ټولو زیات د هند هغه بې وزله قشر اغیزمن کړی دی چې په روزمزد کار کوي او ماښام ته د خپلو ماشومانو له پاره نفقه راوړي.

دې بندیز د هند د سنیما سکتور هم اغیزمن کړی دی. جوړ شوي فلميونه نندارې ته نه وړاندې کیږی، ځکه سنیماګانې او تیاترونه بند دي او نوي فلمونه هم نه جوړیږي، ځکه هنرمندان او د سنیما سکتور پورې اړوند کسان لکه، کمره مین، ډیزاینر، خیاط، رسام او داسې نور د کوچنیو کارونو ترسره کوونکي کوم چې په ورځني ډول د خپل کار په مقابل کې پيسې ترلاسه کوي ټول په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي. د اټکلونو له مخي په هند کې د داسې کسانو شمیر تر ۵۰۰ زرو هم زیات دی.

په دې ۴ دقیقې او ۳۵ ثانیې فلم کې د هندي، تیلګو، تامل، کنړ، ملیالم، پنجابي او بنګله دیشي فلمونو مهمو فلمي ستورو کار کړی دی.

دا فلم داسې جوړ شوی چې هیڅ یو هنرمند ته پکې له خپله کوره د وتلو ضرورت نه دی پيدا شوی. د دې لنډ فلم په وسیله د دوو پيغامونو د استولو کوښښ شوی.

اول پيغام دا چې هر چا ته په کار دي چې ګرځ بندیز مراعات او ملاتړ یې وکړي، ځکه په کور پاتې کیدو سره د کووید-۱۹ مقابله کیدای شي.

دویم دا چې ټوله فلمي نړۍ د مصیبت په دې وخت کې د یوې کورنۍ د غړو په شان د هغو کسانو تر شا ولاړ دي چې د فلمونو د جوړولو په برخه کې په روزمزد کار کوي او له دې لارې خپلو بچو ته نفقه پیدا کوي. د هند فلمي صنفت د دغو روزمزد کوونکو د مرستې له پاره پيسې راټولې کړي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب