1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په ګوادر کې د حق غوښتنه؛ په زرونو کسان سړکونو ته راوتلي ول

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د بلوچستان د ساحلي سيمو د اوسيدونکو غوښتنې نه دي منل شوي. د «حق راکړئ» غورځنګ په غوښتنه يو ځل بيا په زرونو کسان سړکونو ته را ووتلي ول. مظاهره کوونکو ګوادر بندر ته پر غځېدلې لويه لاره پرلت هم وهلې وو.

په ګوادر کې د مظاهرې ګډونوال
په ګوادر کې مظاهرهانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

په دې پرلت کې شريکونو احتجاج کوونکو وويل چې د بلوچستان د پرمختګ ادعا لرونکي واکداران د خلکو وضعيت ته د پاملرنې پر ځای يوازې د خپلو شخصي ګټو او خارجي شرکتونو د مالي ګټو له پاره هلې ځلې کوي.

ګوادر بندر ته پر غځېدلې «ايکسپريس وی» لويه لاره د احتجاج ګډونوالې او مخکښې مدني فعالې ۳۷کلنې مهوش بلوچ وويل چې د پاکستان او چين اقتصادي دهلیز پروژې ته د اقتصادي انقلاب په توګه کتونکي واکداران د دې ایالت په غم کې نه دي.

نوموړې د دويچه ويله له اردو څانګي سره په خبرو کې وويل: «تل ويل کیږي چې بلوچستان د پاکستان د پرمختګ محور دی. هغه واکداران چې د ایالت د ستونزو د حلولو سترې ژمنې یې کړې وې، حتی د ایالت په ستونزو ځان خبرولو هم نه خوښوي.»

هغې زياته کړه: «په اسلام آباد کې جوړې شوې تګلارې د دې ایالت وګړي د شاتګ کندې ته نېږدې کوي. د ګوادر او نورو ساحلي سيمو وګړي له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د خپلو پر ځای غوښتنو د منل کيدو له پاره احتجاج کوي خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.»

مهوش بلوچ وايي چې که چارواکي د ساحلي سيمو د خلکو غوښتنه ونه مني نو دوی د ګوادر بندر د تړلو پرته بله چاره نه لري.

هغې وويل: «په قصدي ډول د خلکو کونج ته کولو هڅه کيږي. موږ تل سوله ایز احتجاج کړی دی. آیا د خپل حق له پاره غږ پورته کول جرم دی؟» نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «بلوڅان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې ډېر کړاونه ګالي. واکداران زموږ د وسايلو په چور کولو سره له آسانتياوې ډک ژوند تیروي او په خارج کې د بې شميره شتمنيو خاوندان دي.»

د پاکستان پوځ: بلوڅ بېلتون غوښتونکو تښتول سوی پوځي افسر وواژه

مهوش بلوچ وايي هغه کسان چې بلوچستان یې له شاتګ سره مخ کړی دی، اوس د هېواد پر لوړو مقامونو ناست دي او د دې ایالت غږ په يوه فورم کې هم نه اورېدل کیږي.

د جماعت اسلامي ګوند ايالتي مشر مولانا عبدالحق هاشمي چې د دې مظاهرو مشري کوي، وويل: «په ګوادر کې د احتجاج د دې دويم پړاو هم ۲۵ ورځې پوره شوې خو تر اوسه حکومت هیڅ ډول جديت نه دی ښکاره کړی.»

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «وګورئ حکومت دمګړۍ د بلوچستان پر وروسته پاته والي او ستونزو ستړګې پټي کړي دي. د ګوادر او نورو ساحلي سيمو اوسيدونکو هیڅ غير قانوني غوښتنه نه ده کړې.»

هاشمي په خپلو خبرو کې وويل: «د دې وروسته پاتې سيمو وګړي د بنسټیزو ستونزو د حل غوښتنه کوي. چارواکي یې پر ستونزو خبر دي او د دې پر ځای چې عملي ګامونه پورته کړي يوازې د درواغو ژمنې کوي.» نوموړي وويل چې د تېر احتجاجي غورځنګ پر وخت چې حکومت کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پر ځای کړي.

په ګوادر کې تېر کال هم د «حق دو تحریک» يا حق راکړئ غورځنګ ستر احتجاج پر لاره اچولی وو. په دې احتجاج کې چې يوه مياشت يې دوام کړی وو، تر يو لک ډېرو کسانو ګډون کړی وو.

فعالان: په بلوچستان کې په لسګونو تنه لادرکه شوي دي

د بلوچستان پخواني وزير اعلی او د نيشنل ګوند مشر ډاکتر عبدالمالک بلوچ وايي چې په پراختيايي پروژو کې د خلکو د ګټو په نظر کې د نه نيولو له کبله وضعيت مخ پر خرابيدو دی.

له دويچه ويله سره په خبرو کې نوموړي وويل: «بلوچستان د دې ټولې منطقې يوه مهمه برخه ده او دلته د رامنځته کيدونکو بدلونو اغیزه نيغ په نیغه په عادي خلکو کیږي. په جغرافيايي توګه د بلوچستان اهميت ته هغه پاملرنه نه کيږي چې سخته اړتيا یې ده.»

نوموړي زياته کړه: «د ګوادر، جيواني، پسني او نورو سيمو د اوسيدونکو د اندېښنو د ختمولو پرته به وضعيت ښه نه شي. تر نن ورځې هیڅ ډول ستونزه په زرو نه ده حل شوې. زما شخصي نظر دا دی چې حکومت بايد د پرلت د مظاهرينو د غوښتنو د منلو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.»

د يادولو ده چې په ګوادر کې د حق راکړئ غورځنګ دا اوږد پرلت د بلوچستان د وزير اعلی عبدالقدوس بزنجو سره تر مذاکراتو وروسته اوس پای ته رسيدلی دی.

ب. ص/ ن. ز (عبدالغني کاکړ، کويټه)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل