1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوادر کې د پاکستان پر پوځي ډلي بريد شوی

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

د چارواکو په حواله په ګوادر کې د پاکستان پر هغي پوځي ډلي ډزې شوي چې په ماینونو پاکولو بوخته وه. په پاکستان کې د روان ميلادي کال په لومړۍ ربع کې د تاوتريخوالي په دې ډول پېښو کې ۴۳۲ کسان وژل شوي دي.

آرشيف انځور: په پاکستان کې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ربع کې د تاوتريخوالي په پېښو کې ۴۳۲ کسان وژل شوي
آرشيف انځور: په پاکستان کې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ربع کې د تاوتريخوالي په پېښو کې ۴۳۲ کسان وژل شوي انځور: Ghani Kakar/DW

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د ګوادر د انقره بند په سيمه کې د پاکستان د پوځ د چاوديدونکو توکو پر خنثی کوونکې ډلې باندې بريد شوی دی چې په پایله کې یې دوه امنتي ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو د يوې اعلامیې په حواله د پاکستان د پوځ پر دې ډلې هغه وخت نامعلومو کسانو فايرونه پېل کړل چې هغوی د نقره بند په سيمه کې په ماينونو پاکولو مصروف ول. زياته شوې چې دوه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان شوي دي.

د ګوادر د پوليسو مشر محسن زوهيب، وويل: «دا پېښه د بندري ښار [ګوادر] څخه د ۲۵ کيلومترو په واټن کې رامنځته شوې ده چې دوه کسان پکې وژل شوي او څلور ټپیان دي.» نوموړي زياته کړې چې د پېښې وروسته جسدونه او ټپيان جي ډي اې روغتون ته انتقال شوي دي.

امنيتي ځواکونو د بريدګرو د لټون په موخه په سيمه کې عمليات پېل کړي دي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه منلې نه ده.

د يادولو وړ ده چې د مارچ پر شلمه نېټه هم په ګوادر کې تندلارو پر يوه دولتي ودانۍ هجوم وړ وړی وو چې امنيتي ځواکونو بيا دغه بريد شنډ کړ. په دې پېښه کې اته وسله وال ترهګر ووژل شول.

د تاوتريخوالي پېښو زور اخيستی

د يکشنبې په ورځ د پاکستان د «څېړنو او امنيتي مطالعاتو مرکز» په نوم ادارې په هېواد کې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې د وژل شويو او له دې پېښو څخه د اغیزمنو يو تازه رپوت خپور کړی دی.

د دې رپوټ په حواله د روان میلادي کال د لومړۍ ربع په ترڅ کې په پاکستان کې د ترهګریزو بريدونو او ترهګرۍ ضد هلو ځلو ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي.

د رپوټ په حواله د تاوتريخوالي د دې ډول پېښو په نتیجه کې د ملکيانو، امنيتي ساتونکو او منع شويو سازمانونو سره د تړاو لرونکو په ګډون په ټولیزه توګه ۴۳۲ کسان وژل شوي او شا او خوا۳۷۰ نور ټپيان شوي دي.

په دې موده کې يعني د کال په لومړيو دريو میاشتو کې له افغانستان سره پر پوله خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې تر ټولو ډېر، تقريباً ۹۲ کسان وژل شوي دي. له دې وژل شوي څخه ۵۱ سلنه د خيبر پښتونخوا او ۴۱ فيصده کسانو له بلوچستان سره تړاو درلود.

شمیرې دا هم ښيي چې د هيواد نورې سيمې نسبتاً امن دي، چېرې چې په دې ډول پېښو کې د ټولو وژل شويو شميرتر اته سلنه هم ټيټ دی.

په دې ترڅ کې د پام وړ خبره دا ده چې د روان کال په لومړيو دريو میاشتو کې وسله والو ډلو په ترهګریزو پېښو کې د ټولټال وژنو څخه تر ۲۰ سلنه هم لږو پيښو مسئوليت منلی دی.

د کال په لومړۍ ربع کې په ځانګړي توګه په بلوچستان ايالت کې دترهګرۍ په پېښو کې ۹۶ سلنه زياتوالی ليدل شوی دی. په دې ایالت کې د ۲۰۲۳م کال په وروستۍ ربع کې ۱۷۸ کسان وژل شوي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو، آژانسونه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل