په ګونتنامو کي د بنديانو قانوني حقونه د امريکا د حکومت لخوا تر پښو لاندي کيږي
۱۳۸۷ مهر ۱۲, جمعهپيلې دا نوښت او ابتکار تر لاس لاندي نيولی چي دغه ډول غيري قانوني چال چلندونه له منځه يوسي او په نړۍ کي د ملينونو انسانانو ناوړه برخه ليکونه نړيوالو ته را څرګند کړي.
د ديچه ويلي خبرياله ليزا شلين ليکي، د ملگروملتونو د بشري حقونو لويه کميساره Navi Pillay وايي، د حکمي محکمې لخوا لگول شوی بند او غيرقانوني حبس عام او نړيوال کار دئ. دا وايي د بند په اړوند ستونزي په هر هيواد کي شته، په شمال او جنوب دواړو برخو کي. خو، په داسي حال کې چې غيرقانوني بندي کونه له نامعلومې مدې راهيسې رواج ده، مگر اوس په دې وروستيو کالونو کې يې د نړيوال تروريزم سره د جگړې په پلمه ډېره ناوړه بڼه غوره کړېده.
پيلي څرگندوي:«د نړۍ په ډېرو برخوکي د همدې تروريزم ضد ابتکار له مخي د حکومتونو لخوا، زيات شمېر کسان زندان ته اچول کيږي. او دا بيا په دې توپير سره چې په نوو ترهگري ضد قانونونو کي ځيني مملکتونه پوليسو او څارندوی ته اجازه ورکوي، چي خلک د هغوی له محاکمو نه مخکي د اوږدې مودې دپاره په بنديخانو کې وساتي.»
پيلي څرگندوي، هغه دا کار د بنديانو د حقونو په برخه کي د زيات اهميت وړ بولي، چي دوسيې يې د يوې ناپېيلي او آزادې محکمې لخوا وڅېړل شي. دا باور لري، د گوانتانامو په زندان کي د پرتو تر شک لاندي ترهگرو قانوني حقونه د امريکا د حکومت لخوا تر پښو لاندي کيږي.
مگر د بشري حقونو لويه کميساره د امريکا د متحده ايالاتو د ستري محکمې دې پريکړي ته د درناوي په سترگه گوري، چي د گوانتانامو د بنديانو قانوني حقونه پېژني. دا په ډاگه کوي، دا اصول بنديانو ته دا حق او فرصت په لاس ورکوي، چي په ملکي محکمو کي محاکمه کړل شي.
بيا هم پيلې، وايي:« په گوانتانامو کي هغه بنديان - چي له هغو څخه يې ځيني تر شپږو کالو زيات په بندکي پراته دي - حق لري چي د خپل پند په اړوند دليلونه وپوښتي. دوی دا حق هم لري، چي هغو ځايونو ته وانه ستول سي، چيري چي انسانان ربړول اوکړول کيږي. نو زما اداره د داسي يوه حالت په لټه کي ده، چي د بنديخانو نژدې محکمې وموندل شي. اصلاً هغه بنديان چي د خوشي کېدني مستحق دي، بايد په خوندي سيمو کي آزاد کړل سي.
پيلي دا هم په گوته کوي، چي بايد دا خبره هېره نه کړو، چي په نړۍ کي په ملينونو کسان له ناحقه بند او په بنديخانو کي له غيرعادلانه چال چلند څخه رنځ وړي.پيلي وړاندي څرگندوي:« هره ورځ په دنيا کي د نارينو، ښځو او ماشومانو د بندي کولو په سوونو نوي رپوټونه راځي، چي ځنې کله کله تر غيرانساني شرطونو نيول کيږي.»
پيلي په پای کي څرگندوي، خلک د سياسي دليلونو او يا دا چي کډه شوي او پناه غوښتونکي دي، په گناوو سره بندي کيږي. بې وزله، معيوبين، يتيمان، په زور سره نيول شوي ښځي همواره جېلخانو ته اچول کيږي. دا وايي د دې د ادارې يو نوښت او ابتکار دا هم دئ، چي د دې بې کسه او بې وسه کسانو پر برخليک باندي رڼا واچوي او د دوی موضوعگاني عدالت ته وړاندي کړي.