په گوانتانامو کي د نه خوړلو اعتصاب دوام لري
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبهد کيوبا په گونتانامو زندان کي له ۱۶۶ بنديانو څخه ۷۷ تنو ئې د شنبې په ورځ د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړی دئ. د دغه زندان د پوځي وياند په خبره له چهارشنبې ورځي راهيسي په دغه اعتصاب کي ۲۵ تنه نور بنديان اضافه سوي دي.
د اعتصاب کوونکو له ډلي څخه ۱۷ تنو ته ئې په زور ډوډۍ ورکړل سوې ده او پنځه تنه ئې د خرابي روغتيايي وضع له کبله روغتون ته انتقال سوي دي، چي روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.
د وکيلانو په خبره دغه اعتصاب له هغه وروسته پيل سو چي د اپريل د مياشتي پر ۶ نېټه د زندان د ساتونکو له خوا د تلاښۍ پرمهال قرآن ته سپکاوی سوی دئ. تر دې وروسته بنديانو احتجاج وکړ.
اعتصاب د ناهيلۍ پر وړاندي
بنديان د خپل اعتصاب يو عامل دا بولي چي ساتونکو په خونو کې د تلاښيو پر مهال قران شريف ته په سپکه سترگه کتلي دي. حقوقپوهان، پوځيان او د بشري حقونو ټولني بيا د نه خوړلو اعتصاب د بنديانو د ترينګلي وضعيت او ناهيلۍ نخښه هم بولي.
له ۲۰۰۲ کال راهيسې په گوانتانامو کي په ترهگرۍ تورن کسان، چي ورباندي د القاعدې په شان له ترهګرو ډلو سره د اړيکو تور لگول کيږي، پرته له محاکمي زندان ته اچول شوي دي.
ولسمشر بارک اوباما د گوانتانامو زندان د تړلو ژمنه په ۲۰۰۸ کال کې تر ټاکل کېدو دمخه کړې وه. کانگرس بيا د دغه کار له پاره لازم مالي امکانات په اختيار کې نه ورکوي او د امريکا متحده ايالاتو ته د بنديانو انتقال هم نه مني.
په اوس وخت کي ۱۶۶ تنه په گوانتانامو کې بنديان دي، چي پخوا دغه شمېر آن ۷۷۹ تنو ته رسېد.
څو ورځي دمخه د بخښني نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار ټولني، د بشري حقونو۲۵ بېلو بېلو ټولنو د يو پرانيستي ليک په واسطه له اوباما څخه وغوښتل چې د دغه زندان په اړه اقدام وکړي.
دوی لیکلی ول چي پاته زندانيان دي خپلو هېوادونو يا دريمگړو هېوادونو ته ولېږل شي، که نه نو محاکمه دې شي.