په گوانتانامو کي نوی احتجاج
۱۳۹۲ فروردین ۲۵, یکشنبه![](https://static.dw.com/image/16686991_800.webp)
د گونتانامو زندان وياند رابرت دورند ويلي دي، چي بنديانو څارونکي کمرې، کړکۍ او بېلونکي ښيښه يي دېوالونه په خپله لويه کوټه کې پوښلي ول. کله چې ساتونکو د دغه کار پر وړاندې اقدام وکړ، نو بنديانو ورباندې په سوټو او نورو وسايلو حمله وکړه.
د هغه په خبره، تردغي پېښي وروسته ساتونکو ربړي مرمۍ و کارولې او د دواړو خواوو څخه يو شمېر خلک فقط سرسري ژوبل شوي دي. تر دې وروسته د «کمپ ۶» بنديان پر جلا جلا کوټو ووېشل شول.
په ګوانتانامو کې له فبرورۍ مياشتې راهيسې يو شمېر بنديانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی دی، چې دقيق شمېر يې څرګند نه دی. په داسې حال کې چې مدافع وکيلان وايي چې د کمپ ۶ له ۱۳۰ بنديانو څخه لويه برخه په دغه اعتصاب کې ونډه لري، خو پنتاګون بيا وايي چې ۴۳ تنه د اعتصاب په توګه ډوډۍ نه خوري چې ۱۱ تنو ته په زور خواړه ورکول کيږي.
اعتصاب د ناهيلۍ پر وړاندي
بنديان د خپل اعتصاب لامل دا بولي چې ساتونکو په کوټو کې د تلاښيو پر مهال قران شريف ته په سپکه سترګه کتلي دي. حقوقپوهان، پوځيان او د بشري حقونو ټولني بيا د نه خوړلو اعتصاب د بنديانو د ترينګلي وضعيت او ناهيلۍ نخښه هم بولي.
له ۲۰۰۲ کال راهيسې په ګوانتانامو کې په ترهګرۍ تورن کسان، چې ورباندي د القاعدې په څېر له ترهګرو ډلو سره د اړيکو تور لګول کيږي، پرته له محاکمې زندان ته اچول شوي دي.
ولسمشر بارک اوباما د ګوانتانامو د کمپ د تړلو ژمنه په ۲۰۰۸ کال کې تر ټاکل کېدو مخکې کړې وه. کانګرس بيا د دغه کار له پاره لازم مالي امکانات په اختيار کې نه ورکوي او د امريکا متحده ايالاتو ته د بنديانو انتقال هم نه مني. په اوس وخت کې ۱۶۶ تنه په ګوانتانامو کې بنديان دي، چې پخوا دغه شمېر آن ۷۷۹ تنو ته رسېده.
دوې ورځې مخکې د بخښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار ټولنې په شان د بشري حقونو۲۵ بېلو بېلو ټولنو د يو پرانيستي ليک په واسطه له اوباما څخه وغوښتل چې د دغه زندان په اړه اقدام وکړي. يا دې پاته زندانيان خپلو هېوادونو يا دريمګړو هېوادونو ته ولېږل شي، که نه نو محاکمه دې شي.