په گډ ژوند کې رواني ناروغۍ؛ په تیره بیا کوچنیان اغیزمن کیږي
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبه
ځیني کسان دا اړتیا احساسوي چې باید په ورځ کې ۲۰ ځله لاسونه پریمینځي. ځیني بیا د دیپریشن یا ژورخپګان له امله ځیني وخت نه سي کولای په ورځو ورځو له ځایه راپورته سي. ځینې نور بیا د هغو فکرونو کنټرولول ستونزمن گڼي چې د هغوی په سر کې گرځي او راگرځي.
څه د پاسه یو میلیون انسانان له رواني ناروغیو څخه ځوریږي. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اچ او، تازه په یوه رپوټ کې ثابته کړې ده. دغه ډول رقم ډیر لوړ ښکاري. په عین وخت دا رقم ښيی چې: په نړۍ کې ډیری انسانان له رواني پلوه روغ هم دي.
خو له بلې خوا ډیری وخت په رواني ناروغیو اخته کسان له هغه چا سره گډ ژوند پر مخ بیايي چې هغه هم په رواني ناروغۍ اخته وي.
دا بیا یوه هغه نوې پلټنه ښيي چې د Nature Human Behavior په نوم ځانگړې مجلې کې خپره سوې ده.
فکري اختلال، دیپریشن، بیره: ډیری وخت د ژوند ملگري په عین وخت کې اغیزمن وي
ددغې پلټنې له پاره څېړونکو د څه ناڅه ۱۵ میلیونو کسانو معلومات ارزولي دي. هغوی د نهه ډول ناروغیو انځورونه ولیدل: فکري اختلال، دوه قطبي اختلال، خپگان، اضطراب، د پاملرنې د کموالي د هایپر فعالیت اختلال، آوټیزم، د اجباري وسوسې اختلال، د زيان رسوونکو توکو لکه الکهولو، نيکوټين او غير قانوني نشه يي توکو له حده دېر مصرف او بی اشتهايي.
کله چې د ژوند په یوه ملگري کې له دغو نهو ناروغیو څخه یوه تشخیص سوې وه، نو ددې امکان ډیر زیات ؤ چې په هغه بل کې هم یوه بله رواني ناروغي تشخیص سي. ډیری وخت په عین وخت کې.
د لندن په کینگر کالج کې پروفیسر رابرت پلومین، چې په دغو پلټنو کې یې برخه نه وه اخیستې، وايي:" تاسې فکر کوئ چې که تاسو بیره لرئ او یا هم خپگان، نو تاسو به د یوه داسې ملگري په لټه کې یاست چې باثباته وي او ستاسو امنیت وساتي، خو په دقیق ډول واقعيت د هغه برعکس دی."
د نوموړي په نظر، د مطالعې یو محدودیت دا دی چې لومړی باید سړی د مطالعې ضمیمه وگوري ترڅو پر دې وپوهيږي چې دا اړیکه څومره قوي ده. رابرټ پلامین وايي، دا غیر معمولي او يو څه بې صداقته ده. خو سره له دې هم اغیزه مستحکمه ده، او تر څېړنې لاندې خلکو شمیر مطالعې ته وزن ورکوي. ۱۵ میلیونه انسانان، دا ډیر زیات دي.
ولې په روانې ناروغیو اخته کسان ډیری وخت یو بل پیدا کوي
ولې داسې ده چې په رواني ناروغۍ اخته یو کس ډیری وخت له هغه کس سره گډ ژوند پر مخ بیايي چې ورته ناروغي لري؟ په دې اړه درې ملاحظې موجودې دي: لومړی دا چې سړی په داسې یوه کس پسې گرځي چې هغه ته ورته وي. دوهم دا چې یو گډ چاپیریال ورته ناروغۍ رامنځته کوي. او دریم له رواني ناروغۍ سره شرم یا ننگ د ژوند د ملگري انتخابول محدودوي.
ددغې پلټنې لیکوال، فان وايي چې له یو څه وخت راهیسې دا باور موجود دی چې همدا لومړی امکان انسانان سره یو ځای کوي. د هغه په خبره، انسانان د یوه گډ ژوند له پاره په ورته جوړښت سره یو څوک انتخابوي. تخنیکی اصطلاح یې "د ورته شریک انتخاب" ده. د هغه ممکنه دلایل ښايي دا وي چې یو بل کس د ناروغۍ په هکله ښه تره درک لري. او یا دا چې ورته مثبتې ځانگړتیاوې یو له بل سره پیوندیږي - د مثال په ډول، دواړه د نورو خلکو په پرتله لا ډیر نوښتگر دي.
هغې پوښتنې ته چې نوموړې څیړنه جواب نه سي ورکولای هغه داده چې: آیا لومړی گډ ژوند موجود ؤ او که رواني ناروغي؟ د رابرت پلومین په خبره ددې کار له پاره به یوه اوږدمهاله څارنه جالبه وای. سربیره پردې دا هم معلومه نه ده چې: آیا په رواني ناروغیو اخته جوړه په گډ ژوندانه کې په ښه حالت کې دي؟ آیا د ورته رواني حالت له پاره یوه نسخه د تفاهمي اړیکو له پاره هم مناسبه ده ؟ او یا دا کار یوازې دهغوی خپله ناروغي لاپسې زیاتوي؟ په دې اړه هم اوږدمهاله مشاهدې موجودې نه دي.
کوچنیان ځوریږي او په ورته ناروغیو اخته کیږي
اوږدمهالې مشاهدې ته په کتو سره په دغه پلتنه کې یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې، پلټونکو موندلې، په هغو کوچنیانو کې چې والدین یې ورته ناروغي لري، د نورو کوچنیانو په پرتله چې یوازې یو اړخ، مور او یا پلار یې په هغه اخته وي، په رواني ناروغیو د اخته کېدو چانس دوه برابره دی.
فان وايي: "د رواني ناروغۍ انتقال د ژوند د ملگري د انتخاب له لارې زیاتیږي." اغیز یې په ځانګړي ډول فکري اختلال، خپګان، دوه قطبي اختلال او معتاد کیدو په قضیو کې قوي ؤ.
د ډاکټرانو او معالجینو له پاره دا په دې معنی ده چې هغوی په درملنه کې کورنۍ هم په پام کې ونیسي او د اغیزمنو سویو کسانو د ژوند ملگري او کوچنیان هم بايد ډېری وخت د درملنې څخه گټه پورته کړای سي.