شخړيمنځنی ختیځ
په یمن کي اوربند بې له تمدیده پای ته رسیږي
۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه![Jemen Waffenruhe vereinbart](https://static.dw.com/image/6537180_800.webp)
اعلان
د یمن له پاره د ملګرو ملتونو خاص نماینده، هانس ګرونډ بیرګ د یکشنبې په ماښام د خبرو د ناکامیدو په هکله مایوسي ښکاره کړه، خو ویې ویل چي غواړي پر اوربند باندي د یوې موافقې رامنځته کولو پخاطر کوښښ وکړي.
د اوربند د مودې تر ختمیدو لږ وروسته د دغه هیواد په څو ولایتونو کي بیا د نښتو او کشمکشونو خبرونه ورکړل سوي دي. خیریه سازمانونو بیا آلارم ږغولی دی.
په دغه هیواد کي د سعودي عربستان په رهبرۍ یو نظامي اتحاد د دغه هیودا له حکومتي قواوو سره په ګډه د حوثي یاغیانو پرضد جنګیږي، کوم چي د شمال ډېري منطقې یې تر کنټرول لاندي دي. ریاض دغي ډلي ته د خپل دښمن هیواد ایران د یوه ور غځول سوي لاس په حیث ګوري.