1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي د ریل ګاډیو ټکر سخته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

په یونان کي د دوو ریل ګاډیو د ټکر له امله ۳۲ کسان وژل سوي او ۸۵ ټپیان دي، مسؤلان وايي، د ریل ګاډو دغه ټکر دومره پیاوړی و، چي د مسافرو لومړنۍ څلور ډبې له کرښي اوښتي دي.

Griechenland Zugunglück Larissa
انځور: Giannis Floulis/REUTERS

د اور وژني سیمه ایزي ادارې د څرګندونو له مخي د سې شنبې ناوخته ماښام په یونان کي یو مسافر وړونکې ریل ګاډی له یو بار وړوکي ریل ګاډي سره ټکر سوې دی چي په پایله کي يې

۳۲ کسان وژل سوي او ۸۵ نور ټپیان دي. کیدای سي د وژل سویو کسانو شمېر لوړ سي. 

د معلوماتو له مخي په ریل ګاډي کي نژدې ۳۵۰ مسافر سپار ول. په سیمه ایزو رسنیو کي د پيښي له ځایه په خپرو سویو عکسونو کي لېدل کیږي چي له پټلۍ څخه له اوښتو ډبو څخه

لغوړن دودونه پورته کیږي. 

موږ تر اوسه څه معلومات لرو؟

د تیسايي سیمي والي کونستانتینوس اګور اسټوس یو ځايي تلویزیون ته ویلي دي چي یو مسافر وړونکی ریل ګاډی له پلازمېني اتن څخه تیسالونیکي ښار ته روا نه و، چي لاریسا ښار ته له

روان یو بار وړونکي ریل ګاډي سره يې ټکر کړی دی. دغه ټکر د لاریسا ښار مرکز ته نژدې رامنځته سوی دی. 

د یونان لاریسا ریل ګاډی ټکر شویانځور: Thanos Floulis/REUTERS

اور وژني څانګي په لومړیو کي ویلي ول، په دې پېښه کي ۱۶ کسان وژل سوي، خو د تازه معلوماتو له مخي اوس د ۳۲ کسانو د مړني خبر تائيد سوی دی، چي ترڅنګ يې د ۸۵ تنو د ټپي کېدو معلومات هم ورکړل سوي دي. 

اړوند: پاکستان: د رېل ګاډو په ټکر کې ۳۰ کسان وژل شوي

د والي په خبره: «ټکر بیخي پیاوړی و او د مسافر وړونکي ریل ګاډي لومړنۍ څلور ډبي له کرښي یا پټلۍ څخه اوښتي دي.« هغه وايي، د بار وړونکي ریل ګاډي «دوې مخکنۍ ډبي یو مخ له منځه تللي دي.» 

هغه زیاته کړه، له پيښي وروسته ۲۵۰ مسافر په سلامتیا په بسونو کي تیسالونیکي ښار ته رسول سوي دي.

د اینجلوس تسیمورا اس په نامه یو مسافر له دولتي ټلویزون سره د خبرو پرمهال ویلي چي یاده پېښه لکه زلزله داسي وه.

د اور وژني ادارې ویاند واسلیس ورتهاکو ګیانیس یوې ټلویزوني ژوندۍ خپروني ته وویل: «د دواړو ریل ګاډو سخت ټکر ته په کتو د مسافرو د رایستلو لړۍ په ستونزمن حالت کي روانه ده.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب