په یونان کې د سپما پلوي گوند ټاکنې وگټلې
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهپه یونان کې د «نوې دموکراسي» په نوم گوند په ټاکنو کې اکثریت رایې تر لاسه کړې دي. دغه گوند په دې هیواد کې د سپما د پروگرام د پلي کیدو پلوي دئ. د گوند مشر انتونیس سمراس، ویلي دي چې د ټاکنو پایلې د یورو په زون کې د یونان له پاتې کیدو سره د دې هیواد ژمنه ښکاره کوي:
«د یونان خلکو نن رایې ورکړي چې د یورو په زون کې پاتې شي... اوس به نو د یورو په زون کې د یونان د پاتې کیدو په اړه شکونه موجود نه وي.»
په داسې حال کې چې څه نا څه ټولې رایې شمیرل شوې وې، د نوې دیموکراسي گوند ۲۹.۶ سلنه رایې گټلې دي. دا په داسې حال کې ده چې چپې سیریزا گوند چې د سپما د پروگرام مخالف دئ په دې ټاکنو کې ۲۶.۹ سلنه رایې گټلې دي. د یونان د ټاکنو د قانون له مخې په دې مرحله کې هر هغه گوند چې تر ټولو نور گوندونو ډیرې رایې تر لاسه کړي، ورته په پارلمان کې ۵۰ اضافي څوکۍ د امتیاز په توگه ورکول کیږي.
د سیریزا د گوند مشر الکسس سیپراس، د نوې دیموکراسي د گوند مشر ته د یکشنبې په ورځ د ټاکنو بایلل ومنل. هغه تر دې مخکې ویلې وو چې که د ټاکنو گټونکی شي، نو د سپما پروگرام به پر یوې زړې کیسې باندې بدل شي. هغه اوس ویلي دي چې د سپما د پروگرام پر ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي: «موږ به د دې پروگرام پر ضد خپله مبارزه په پارلمان کې نه، بلکې په سړکونو کې وکړو.»
تر دې مخکې داسې اټکل کیده چې د سیپراس له گټلو سره ښایي یونان د یورو له زون څخه بهر شي.
د تیلفون له لارې د ټاکنو د گټلو مبارکي
د المان صدراعمظې انگلا میرکل، د یکشنبې په ورځ ناوخته د ټیلفون پر کرښه د یونان د نوې دیموکراسي د گوند مشر انتونیس سمراس، ته د ټاکنو د گټلو مبارکي ورکړې ده.
اوس نو د یونان د نوې دیموکراسي گوند د دې هیواد د پارلمان له ۳۰۰ څوکیو څخه ۱۲۹ څوکۍ گټلې دي. په همدې حال کې د پاسوک سوسیالست گوند هم په دې ټاکنو کې ۱۳.۳ سلنه رایې گټلې دي او په دې ترتیب سره ئې په پارلمان کې ۳۳ څوکۍ گټلې دي.
تر هغه وروسته چې د یونان د ټاکنو پایلې اعلان شوې، په نړیوالو مارکیټونو کې د یورو بیه د ډالرو او ین پر وړاندې لوړه شوه. دا په وروستیو شپږو اونیو کې په یونان کې دویمې ټاکنې وې. تر دې مخکې د مې پر شپږمه نیټه هم په دې هیواد کې ټاکنې شوې وي چې پکښې هیڅ یوه گوند هم اکثریت رایې نه وې تر لاسه کړې.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض