1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې یو پنځه کلن افغان ماشوم تر لارۍ لاندي شوی

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

پولیسو ویلي دي چې یو پنځه کلن افغان ماشوم د یونان په لسبوس ټاپو کې د یوې لارۍ تر ټیر لاندي شوی دی. په دې سیمه کې دیر افغان مهاجر نورو اروپايي هیوادونو ته د رسیدو په هیله وخت تیروي.

Die Lage der Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: DW/D. Tosidis

د يونان د پولیسو له خوا په یوه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې وژل شوی ماشوم د پیښې پر مهال په یوه کارتن کې وو چې لارې پرې تیره شوې ده.

د لارې موټر چلوونکي، چې ځايي دوکانونو ته یې مالونه لیږدول، د شا پر لور روان وو چې پر دې کارتن پورته شو. هغه نه پوهیده چې په کارتن کې څوک موجود دی.

پیښه د موریا کمپ ته نزدې رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دې ماشوم د پیښې پر مهال لوبې کولې او که په کارتن کې ویده وو.

ځايي چارواکي کاستاس ماوتزوریس، دا یوه تراژیدي بللې ده او د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته یې ویلي دي: «دا روښانه ده چې وضعیت په دې شکل دوام نه شي کولی. اوس موږ له دې خواشینوونکې پیښې سره مخامخ شوي يوو چې په ترڅ کې یې یوې لارې چې له واټ څخه استفاده کوله یو وړوکي افغان ماشوم چې لوبې یې کولې، وژلی دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل