1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په یوه اونۍ کې ۵۰ زره کسانو له بند امیر لیدنه کړې ده»

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د بامیان ځایي مسؤلین وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې تر پنځوس زرو ډېرو داخلي او بهرني سیلانیانو د بند امیر له ملي پارک څخه لیدنه کړې ده. د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې کمې ښځې لیدنه وکړي.

بامیان، بند امیر
انځور: DW/Ashaq Akramy

په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الرحمن محمدي دویچه ویله ته وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰ زره داخلي سیلانیانو او ۵۰۰ بهرني سیلانیانو د بامیانو تاریخي ولایت څخه لیدنه کړې ده.

اړوند مطلب: بامیان په لوی اختر کې د ۲۵ زره سیلانیانو کوربه وو

محمدي زیاتوي: «په تېره یوه اونۍ کې په ځانګړي توګه د اختر په ورځو کې، له ۵۰ زره زیاتو کسانو له بند امیر ملي پارک څخه لیدنه کړې ده. هوا ګرمه ده، خو هره ورځ کورنۍ د لیدنې له پاره دغه ولایت ته سفر کوي.»

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې پخوا کلونه د زرګونه کورنیو او بهرنیو میلمانو کوربه و. خو وروسته له هغې، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د سیلانیانو شمېر په ځانګړي توګه بهرنیان کم شوې دي.

انځور: DW/Ashaq Akramy

پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، له بامیانو څخه د کمو ښځو او کورنیو د لیدنې لامل بلل کیږي.

د بند امیر یو اوسیدونکی علي محمد وایي، د ښځو او نجونو شتون د نارینه وو په پرتله کم دی. هغه بند امیر ته د طالبانو ځایي مسؤلینو په نه پاملرنې نیوکه کوي. 

علي محمد وویل: «بې نظمي زیاته ده. له پارک څخه سمه ساتنه نه کیږي. خلک خپل موټرونه د آبشار لاندې راولي او مینځي یې، چې د جمهوریت په وخت کې دا منع وو.»

اړوند مطلب:بامیان: له نجونو پرته ژمنی سپورټي فیسټوال پای ته ورسید

بند امیر د بامیان ښار لویدیځ ته په ۷۵ کیلومترۍ کې په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۷م کال کې د ښکلي طبیعي منظرو او د اوبو د اوو پاکو بندونو له امله د افغانستان د لومړي ملي پارک په توګه وپېژندل شو.

د بند امیر د سیمه ایزې شورا مشر سید طاهر دویچه ویله ته وویل، د کورنیو سیلانیانو شمېر د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بې مخینې دی. هغه وویل: «دقیق شمېر نشته، خو د دې ځای اوسیدونکی یم، په تېرو شلو کلونو کې دغه رقم خلک ملي پارک ته نه وو راغلي، د سیلانیانو د راتګ لامل په لارو کې نسبي امنیت دی.»

 

ا س. ف ظ. ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب