1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

برلین کې یوه افغان د خپلې خور په وژلو اعتراف کړی

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

ویل کیږي چې دوو ورونو خپله خور له دې کبله وژلې چې هغې د خپل نظر په اساس ژوند کاوه. د هغې مړی په بایرن ایالت کې موندل شوی. وروسته له شپږ میاشتنې بهیر څخه بالاخره یو له دغو دوو ورونو اعتراف وکړ چې خپله خور یې وژلې ده.

Deutschland Landgericht Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/T. Gökalp

دوه افغان ورونه پر دې تورن دي چې د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې يي خپله خور چې د دوو ماشومانو مور وه وژلې او مړی یي په یوه مسافرتي بکس کې په اورګاډي کې بایرن ایالت ته انتقال کړی دی.

یو له دغو دوو ورونو څخه وروسته له څو میاشتو خپله چپتیا ماته کړه او د چهارشنبې په ورځ یې د خپلې خور د وژنې پر جرم اعتراف کړی وکړ. دغه ۲۷ کلن ځوان په برلین کې د ایالتي محکمې په جلسه کې د خپل مدافع وکیل په وسیله وویل: «ما نه غوښتل هغه مړه کړم، زه د دې پيښې له امله چې رامنځته شوې ده خواشينی یم.»

تورن کس د پيښې رامنځته کیدو په اړه توضیحاتو کې ویلي دي چې په دغه ورځ افغانستان کې خپلې کورنۍ ته د پیسو لیږلو پر سر سخته شخړه رامنځته شوې وه. هغه ادعا وکړه چې خور یې نه غوښتل چې مور او پلار یي هم المان ته راشي.

د وژل شوې ښځې ورور ویلي چې په دې جنجال کې يي خپله ۳۴ کلنه خور کلکه نیولې وه او مرې (اورمیږ) ته یې ورته شدید فشار ورکړی وو. هغه ویلي دي چې په کوچنیوالي کې به هم دوی دا ډول لاس او ګریوان کیدل.

دغه تورن کس ویلي دي: «خو هغه درنه شوه او پر ځمکې ولویدله.» هغه ویلي دي چې له وارخطایې څخه ورته داسې مفکوره پيدا شوه چې د هغې جسد بایرن ایالت ته انتقال کړي او بل ورور یې یوازې د جسد په انتقالولو کې مرسته کړې ده.«

په برلین کې د خور د قتل په تور د دوو افغانانو محکمه پیل شوې

څارنوال دغه دوه ورونه چې یو یې ۲۷ او بل یې ۲۳ کاله عمر لري د خپلې خور پر قتلولو تورن کړي دي او ویلي يي دي چې دغو دوو ورونو له دې امله خپله خور وژلې ده چې د خپلې افغانې کورنۍ اخلاقي ارزښتونه یي نه دي مراعت کړي او عاشقانه اړیکه یي درلودله.

پر دغو دوو ورونو تور لګول شوی چې خپله خور یي د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۱۳ نیټه په داسې یو ځای کې چې تر اوسه پورې مشخص شوی نه دی وژلې ده او مړی یي لومړی په یوه مسافرتي بکس کې د ټکسې په وسیله د برلین- زودکرویتس د ریل تمځای ته وړې او له هغه ځایه یي په ریل کې بایرن ایالت ته انتقال کړی دی.

دری اونۍ وروسته له هغې د دغې ښځې مړی د مشر تورن کس کور ته نږدې په یوه کنده کې په داسې حالت کې وموندل شو چې لاسونه، پښې او خوله یي په رابرټيپ (سریخ لرونکي پلاستیک) تړل شوي وو.

۲۷ کلن تورن کس په خپلو توضیحاتو کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال د جولای په ۱۳ نیټه د دې له پاره د خور کور ته تلی و چې خپلې خور او دوو ماشومانو ته یي یو اپارتمان پيدا کړي. هغه ویلي دي چې مخکې تر دې یي ۴۰۰ یورو په افغانستان کې د خپلې کورنۍ غړو ته استولي وو.

د وژل شوې ښځې ورور ویلي دي: «ما غوښتل چې زمونږه ټوله کورنۍ باید هرومرو آلمان ته راشي، خو خور مو مور پلار ته ډیر په غوسه وه.»

نوموړي زیاته کړې ده چې د خپلې خور دا کار ورته ډیره بی احترامي ښکاره شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب