په افغانی ټولنه کی د خلکو تر منځ د تفاهم رامنځته کېدل او یو د بل سره زغمل
۱۳۹۰ فروردین ۲, سهشنبهاعلان
د (واوره او زده کړه) په خپرونه کی د تفاهم او زغم پروګرامونه هغه طریقې بیانوی چی د هغو پراساس مختلف قومونه او د مذهبو پیروان څنګه په امن کی سره ګډ ژوند وکړي .دوی یو د بل سره خبری وکړی، سره کښېنی ، جرګې وکړی، پرابلمونه بیان او د هغوی د له منځه وړلوپه لار کی په صداقت سره ګامونه پورته کړی . سپین ږیری او مشران ځانونه مکلفه وبولی او ځوانانو ته لارښوونی وکړی تر څو په هغو کی د زغم او تفاهم روحیه تقویه سي . ددغه پروګرام په مختلفو برخو کی به همدارنګه د ځوانانو او نوو ځوانانو د رول په باب هم خبری وسی ، چی څنګه دوی کولای سی د مختلفو قومونو او مذهبود پیروانو تر منځ د ورورولۍ او یووالی روحیه تقویه کړی.