1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه یخچال لرونکي کانتینر کې مهاجر موندل شوي

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

یو وار بیا پناه غوښتونکو پر خطرناکه لاره سفر پېل کړی وو. خو دا ځل د یوې غمیزي مخه ونیول شوه، ځکه چې په یوه ډنمارکي کښتۍ کې په یوه کانتینر کې سپاره دغه کسان پر سم وخت وموندل شول.

25 blinde Passagiere in Kühlcontainer
انځور: picture-alliance/dpa/ANP/M. de Swart

د هالنډ د روتردام ښار پولیسو د ټویټر په یوه پيغام کې خبر ورکړی دی چې په یوه ډنمارکي کښتۍ کې ۲۵ پناه غوښتونکي په یوه یخچال لرونکي کانتینر کې موندل شوي دي. دغه کانتینر په یوه لارۍ کې بار وو او یخچال یې لګیدلی وو. زیاته شوې ده چې دغې کښتۍ د هالنډ د روتر دام ښار د فلاردینګن بندر څخه حرکت کړی وو او هدف یې په بریتانیا کې د کانتینرونو ستر بندر فیلکس سټو وو.

د رپوټ له مخې له بندر څخه د کښتۍ تر روانیدو لږ څه وروسته دغه پناه غوښتونکي وموندل شول او کښتۍ بیرته د فلاردینګن بندر ته راوګرځیده. په دغه کښتۍ کې د کشفي سپو په واسطه د نورو کسانو لټون هم شوی دی.

پناه غوښتونکي په یوه سرویس کې د طبي معاینې له پاره لیږدول کیږيانځور: picture-alliance/dpa/ANP/M. de Swart

د لارۍ چلوونکی نیول شوی

لارۍ ضبط شوې او چلوونکی یې نیول شوی دی. دا خبره لا معلومه نه ده چې آیا هغه په لارۍ کې د پناه غوښتونکو له موجودیت څخه خبر وو او که نه. دوه پناه غوښتونکي د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي. نور ۲۳ کسان د طبي معاینې وروسته د پولیسو یوه ماموریت ته انتقال شوي دي. دا خبره هم معلومه نه ده چې دغه کسان د کوم هیواد دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې په دغه ډله کې زیاتره ځوانان دي.

په اکتوبر میاشت کې د لندن په ختیځ کې په یوه لارۍ کې ۳۹ مړي موندل شوي وو. دغه لارۍ له بیلجیم څخه د یوې بار وړونکي کښتۍ په واسطه لندن ته انتقال شوې وه چي قربانیان یي ویتنامیان وو. کال په کال په زرونو پناه غوښتونکي په غیر قانوني توګه بریتانیې ته قاچاق کیږي.

sr/bs (rtr, dpa, afp)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب