په ۲۰۱۵ کال کې نږدې ۱،۱ میلیون مهاجر آلمان ته رسیدلي دي
۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د هغې د ګوند غړو ویلي دي چې د ځیرکو تګلارو په مرسته کولای شي د مهاجرو شمیره راټیټه کړي. خو د سږ کال د مهاجرو د کړکیچ سربیره به بیا هم د آلمان دروازې پرانیستې پاتې شي.
انځور: Getty Images/S.Gallup
اعلان
د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې ایمیلیا مولر، د چهار شنبې په ورځ وویل چې ۲۰۱۵ کال کې په آلمان کې ۱،۱ میلیونه مهاجر او کډوال ثبت شوي دي. دا شمیره د تیر کال په پرتله پنځه برابره ډیره ده.
ډیر شمیر مهاجرو چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه په تیښته کې وه د بالکان له لاري تر تیریدو وروسته يې ځانونه د آلمان بایرن ایالت ته رسولي دي.
شاو خوا ۱۶۰ زره مهاجر په بایرن ایالت کې پاتې شوي دي او نور مهاجر بیا د آلمان په نورو ۱۵ ایالتونو ویشل شوي دي.
د مهاجرو کړکیچ د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) او په بایرن ایالت کې د دې ګوند بله برخه یا مسیحي سوسیال ګوند (CSU) تر منځ هم ځینې ستوزې رامنځته کړي دي.
مولر چې د CSU ګوند غړې هم ده وایي: «CSU ګوند پر پولو د سختو تدابیرو غوښتنه کوي ځکه آلمان نه شي کولای دي شمیر کسانو ته هر کال ځاې ورکړي.»
د چهارشنبې په ورځ د CSU ګوند وړاندیز وکړ چې حکومت باید هغه کسان بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته واستوي چې اسناد او پاسپورت نه لري. سربیره پر دې چې په اروپا کې اندیښنې شته چې ښایي جهادیان د مهاجرو تر نوم لاندې ځان اروپا ته ورسوي خو بیا هم دا وړاندیز د CDU له خوا رد شوی دی.
د میرکل CDU ګوند پر پرانیستو دروازو تګلارې ټینګار کوي او همداراز د دې ګوند نورې تګلارې د اروپا پر پولو د امنیتي تدابیرو د سختولو او په ترکیه کې د مهاجرو ساتل دي. CDU همداراز پر دې هم ټینګار کوي چې مهاجر باید د اروپایي اتحاديي پر غړیو هیوادونو د یو فورمول له مخې وویشل شي.
انځورونه: په اروپا کي سرگردانه مهاجر
د يونان او مکدونيا په سرحدونو کي په زرونو پناه غوښتونکي د اغزنو سیمانو تر شا سرگردانه د اروپا په تمه دي. امنيتي ځواکونه يوازي افغان، سوريايي او عراقي مهاجرو ته تر سرحد د تېرېدو اجازه ورکوي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
د يونان او مکدونيا په سرحدونو کي ايراني او پاکستاني مهاجر. دغه انځور رويترز خبري آژانس خپور کړی دئ. د راپورونو له مخي سربستان، کروشیا او مکدونيا خپلي خاوري ته يوازي افغان، سوريايي او عراقي پناه غوښتنونکي پرېږدي. له نورو هيوادونو له د جنوبي افريقا او جنوبي اسيا پناه غوښتونکي بيرته له خپلو سرحدونو شړي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخي سربستان يوازي هغه مهاجر خپلي خاوري ته پرېږدي چي د افغانستان، سوريې يا عراق څخه راغلي وي. نور مهاجر بيرته مکدونيا ته لېږل کيږي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
د مکدونيا او يونان په سرحد کي د ايراني او پاکستاني مهاجرو اعتراض. دغو مهاجرو ځکه اعتراض کړی دئ چي ولي يوازي افغانان، عراقيا او سوريايان پرېږدي چي له سرحدونو تير سي او نور بايد وشړل سي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
د يونان او مکدونيا په سرحد کي له مهاجرو سره کوچنيان هم سته.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
د يونان او کدونيا په سرحد کي د يوه ايراني مهاجر نیول. له مهاجرو سره مرسته کوونکي فعالان وايي چي د يويان په سرحدونو کي وضعيت خراب دئ.
انځور: Reuters/A. Avramidis
د سږکال له دوبي راهيسي په زرونو مهاجر د بالکان هيوادونو له لاري اروپا ته ځانونه رسولي دي. د دوی ډيری غواړي چي آلمان ته ورسيږي. د دغو هیوادونو اندېښنه دا ده چي آلمان به يو وخت د پناه غوښتونکو پر مخ سرحد وتړي او ټول مهاجر به دوی ته پاته سي.
انځور: Reuters/A. Avramidis
دا يو ايرانی پاسپورت دی چي د يونان په لسبوس ټاپو کي د اژه درياب پر غاړه پيدا سوی دئ. اژه درياب په وروستيو مياشتو کي د «پناه غوښتونکو په هديره» بل سوی دئ. په دغه درياب کي ډېري کښتۍ ډوبي سوي دي او انسانان پکښې وژل سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Widak
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي همدا اوس د کروشيا په سرحد کي ۴۰۰ مهاجر بند دي. د سرحد يوه پوليس ويلي دي چي دوی ته لارښوونه سوې ده چي هغه مهاجر چي له پاکستان، مراکش، تونس، بنگله دېش، سوماليا او يا الجزاير څخه راځي کروشيا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
پوليس وايي هغه کسان چي کوښښ کوي پر پښو له سرحده تير سي هغو مرکزونو ته انتقاليږي چي د پناه غوښتونکو له پاره جوړ سوي دي.
انځور: Reuters/A. Avramidis
ملگرو ملتونو ويلي دي چي ۱۰ زره مهاجر اروپا ته د تگ په نيت په بالکان هيوادونو کي سرگردانه دي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
په زرونو مهاجر د مکدونيا او يونان په سرحدي سيمي کي د اروپايي ټولني هيوادونو ته د تگ په تمه شپې او ورځي تيروي.
انځور: Reuters/A. Avramidis
په دې وروستيو ورځو کي د کدونيا د عامه نظم ځواکونو خپلي خاوري ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو پرمهال اوښکن گاز استعمال کړی او اغزن سيمان ئې غځولي دي.
انځور: Reuters/A. Avramidis
څو ورځي مخکي ملگرو ملتونو اعلان وکړ چي په مکدونيا کي د مهاجرو حالت په اړه اندېښمن دي او تيار دي چي د مهاجرو په برخه کي له دغه هيواد سره مرستي وکړي.
انځور: Reuters/A. Avramidis
د مکدونيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي هيواد ئې د دومره مهاجرو د ځای پر ځای کولو ظرفيت نه لري.
انځور: Reuters/A. Avramidis
د سربستان او کدونيا په سرحد کي سرگردانه مهاجر.
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski
په اروپا کي هوا ورځ تر بلي يخيږي او اوس هم په زرونو پناه غوښتونکي پر سرحدونو کي سرگردانه دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski
انځورونه1 | 16
اټکل کیږي چې د مهاجرو کوربه توب آلمان ته ۱۷ میلیارده یورو لګښت ولري. آلمان له هر بل اروپایي هیواد څخه ډیرو مهاجرو ته ځاې ورکړی دی. په دې مهاجرو کې ډیر شمیر کسان له آلبانیا، صربستان او کوسوه هیوادونو څخه هم دي چې په دې هیوادونو کې له بیکاري څخه تښتي.
د دې له پاره چې د جګړه ځپلو هیوادونو څخه راغلیو مهاجرو ته پناه ورکړل شي د آلمان حکومت اعلان وکړ چې د بالکان هیوادونو څخه راتلونکي مهاجر به بیرته خپلو اصلو هیوادونو ته واستول شي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د چهارشنبې په ورځ وویلي چې د سمندر له لارې اروپا ته له یو میلیون څخه ډیر کسان راغلي دي.
د سمندر له لارې د راغلیو کسانو له ډلې څخه ۸۴۴۱۷۶ یې یونان ته رسیدلي دي، ۱۵۲۷۰۰ نور یې ایتالیا ته او همداراز اسپانیا او مالتا ته په ګډه توګه څلور زره کسان رسیدلي دي.
اروپایي اتحاديې ته د راغلیو کسانو ۴۹ سلنه له سوریې څخه دي، ۲۱ سلنه له افغانستان څخه او همداراز له عراق او اریتیریا څخه هم ډیر شمیر کسان راغلي دي.