په ۲۰۱۶ کي دغو ۱۰ کسانو تر ټولو زياتي پيسې وګټلې
۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبهپه ۲۰۱۶ کي دغو ۱۰ کسانو تر ټولو زياتي پيسې وګټلې
په ۲۰۱۶ کال کي کومو لسو شخصيتونو تر ټولو زياتي پيسې وګټلې؟ دا چي دا څوک ول او څومره پيسې يې ګټلي، په فوربس مجلې يې ليسټ خپور کړی دی. انځوريز راپور کي يې وګورئ:
۱۰ مقام ـ ۷۹ مليونه ډالره ـ ۶۵ کلن راډيويي ژورنالست ـ رش ليمبګ
۹ مقام ـ ۸۰،۵ مليونه ډالره ـ ۲۸ کلنه سندرغاړې ـ آديلې
۸ مقام ـ ۸۱،۵ مليونه ډالره ـ ۲۹ کلن فوټبالر ـ ليونېل مېسي
۷ مقام ـ ۸۵ مليونه ډالره ـ ۶۲ کلن راډيويي ژورنالست ـ هووارد شتېرن
۶ مقام ـ ۸۷،۵ مليونه ډالره ـ ۳۷ کلن کاميدي هنرمند ـ کېوين هارت
۵ مقام ـ ۸۸ مليونه ډالره ـ ۳۱ کلن فوټبالر ـ کريستيانو رونالدو
۴ مقام ـ ۸۸ مليونه ډالره ـ ۶۶ کلن تلويزيوني کوربه ـ ډاکټر فيل مک ګرا
۳ مقام ـ ۹۵ مليونه ډالره ـ ۶۹ کلن کتاب ليکونکی ـ جېمز پېترسن
۲ مقام ـ ۱۱۰ مليونه ډالره ـ ۴ ځوان موسيقي ږغونکي ـ ون ډايرېکشن موسيقي ډله
۱ مقام ـ ۱۷۰ مليونه ډالره ـ ۲۷ کلنه سندرغاړې ـ ټېلر سويفټ
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.11.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.07.2015):
انځورونه: د هاليوود په فيلمونو کي اتلي ښځي
په لومړي سر کي د هاليود په فيلمونو کي به لومړی (اتل) رول نارينه وو لاره، خو اوس هاليوود تر ډېره ښځو ستورو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
د هاليوود په «اکشن» فيلمونو کي تر دې دمخه مهم رول نارينه وو لاره. خو اوس له څو کلونو راهيسي هاليوود له دغي کليشې څخه وتلی او د نارينه وو په مقابل کي ښځي د سيالۍ له پاره رامخ ته سوي دي. ربکا رومين په «ميستيک» رول کي.
اسکارلت يوهانسن هم په فيلمونو کي د اتل رول لوبوي.
انجلينا جولي د لارا کرافت په رول کي. لارا کرافت يوه هوښياره، جذابه او اتله ده چي د نړۍ گوټ گوټ ته سفرونه کوي، څو له نوو چيلنجونو سره مخامخ سي.
هالي بري هم په (Catwoman) فيلم کي هغه رول لوبولی دئ، چي له جنايتکارانو سره مبارزه کوي.
شارليز ترون په «Mad Max: Fury Road» فيلم کي.
آنه پاريلاد، په نيکيتا فيلم کي. که څه هم دغه فيلم د هاليوود توليد نه دئ او فرانسوی فيلم دئ. خو مهم رول ئې يوې ښځي لوبولی دئ.
جنيفر لاورنس هم يوه له هغو ستورو څخه ده چي اوس په هاليوود کي حساب پرې کيږي.
اوس په فيلمونو کي کمپيوتر لوبي چنداني بريالۍ نه دي. خو په رزيدنت ايويل فلم کي د ميلا يوو ويچ رول د دغه فيلم بريا يقيني کړه.
ميلا يوو ويچ په ژاندارک فيلم کي د واقعي اتل په رول کي را څرگنده سوه.
دمي مور هم په داسي فيلمونو کي کار کوي چي د نارينه رول لوبوي.
ليندسي واگنر د شپږ ميليوني ښځي په سيريال کي.
کري آن موس په ماتريکس فيلم کي په «ترينيتي» رول کي چي ډېر مشهور سو.
سيگورني ويور د «Alien» يا فضايي- تخيلي فيلم کي چي يوه سفينه په فضا کي د فضايي موجوداتو سره مبارزه کوي چي د مځکي کورې ته د دغو موجوداتو د مخنيوي تلاښ کوي.
لوري ژوسپزيک
جيمي لي کرتيس هم يوه بله ستورې ده چي په هاليوود کي يې د نارينه پوليسو رول ته اوږه ورکړې ده.
اوما تورمن په «بيل ووژنه» فيلم کي. دغه فلم د گلدن گلوب دوې جايزې وگټلې.
هغه هندي فلمونه چې تر ټولو ډیري پيسې یې ګټلي
آیا پوهیږئ چې تر اوسه پورې کومو هندي فلمونو تر ټولو ډیري پيسې ګټلي دي؟ هغه لس فلمونه چې د احصایو له مخې تر ټولو ډیري پسې یې ګټلي دي په دغه انځوریز رپوټ کې لیدلای شئ.
PK
د عامرخان PK فلم چې په ۲۰۱۴م کال د سنیما پر پرده خپور شو، په لومړي کتار کې راځي. دغه فلم۱۲۰میلیونه امریکایې ډالره ګټلي.
بجرنگی بھائی جان
’بجرنگی بھائی جان‘ د هاليووډ د هغو فلمونو په کتار کې چې تر ټولو ډېره ګټه یې کړې ده، دریم ځای لري. دغه فلم ۹۳ میلیونه امریکایې ډالره ګټلي دي. دغه فلم چې په ۲۰۱۵م کال کې خپور شو مرکزي لوبغاړی یې سلمان خان وو.
دھوم 3
د عامر خان ’دھوم تھري‘ فلم هم ډیر مشهور شو او په مجموعي توګه یې ۸۱ میلیونه دالره ګټه کړې ده. دغه فلم چې په ۲۰۱۳م کال کې نندارې ته وړاندي شو د ادیتیه چوپړا له خوا پروډیوس یا تولید شوی وو.
پریم رتن دھن پایو
د سلمان خان ’پریم رتن دھن پایو‘ فلم چې په ۲۰۱۵م کال کې خپور شوی ډیر بریالی وو. دغه فلم چې د راج شري له خوا تولید شوی وو ۶۴ میلیونه ډالره يې ګټلي دي.
چنئی ایکسپریس
د شاه رخ خان ’چنئی ایکسپریس‘ فلم ۶۳ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. په دغه فلم کې چې په ۲۰۱۳م کال کې خپور شو دیپیکا پڈوکون هم پکښې راڅرګنده شوې ده.
تھری ایڈیٹس
د تھری ایڈیٹس یا درې احمقانو فلم ۵۹ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. د راج کمار هیراني په لارښونه جوړ شوي دغه فلم کې عامر خان مرکزي رول لاره.
دل والے
په ۲۰۱۵م کال کي د شاه رخ خان او کاجل جوړه یووار بیا په ’دل والے‘ فلم کې د سنیما پر پرده راڅرګنده شوه. دغه فلم هم ۵۹ میلیونه ډالره کاروبار وکړ.
ہیپی نیو ایئر
د شاه رخ خان ’ہیپی نیو ایئر‘ فلم هم۵۷ میلیونه ډالره پيسې وګټلي. دغه فلم چې په ۲۰۱۴م کال کې خپور شوی دی فرح خان یې ډایرکټره وه.
کِک
د سلمان خان’کِک‘ فلم هم په ۲۰۱۴م کال کې خپور شوی دی. دغه فلم هم ۵۶ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. په دې اکشن فلم کې نواز الدین صدیقي هم ډیر کامیابه کار کړی دی.
کِرش
د ’کِرش‘ فلم په هندوستان کې تر ټولو د ډیرو پیسو ګټونکو فلمونو د نوملړ په لسم نمبر کې ځای لري. دغه فلم هم ۵۶ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.