د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) د آلمان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د روان کال له جنوري میاشتې تر اکتوبر میاشتې پورې په آلمان کې د پناه غوښتنې د ټولو ۱۸۶ زره او ۸۸۶ قضیو له ډلې څخه ۳۳،۹ سلنه پناه غوښتونکو یا محافظت ترلاسه کړی او یا یې په دې هیواد کې اقامت ترلاسه کړی.
په تیر کال کې د ټولو دوسیو له ډلې څخه شاوخوا ۴۳،۳ سلنو پناه غوښتونکو دغه راز امتیار ترلاسه کړی وو، په دې معنی چې یا یې په آلمان کې د پاتیدو اجازه ترلاسه کړې وه او یا په دې هیواد کې زغمل شوي ول او بیرته خپلو هیوادونو ته نه وو اخراج شوي. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو له مخې په روان کال کې د پناه غوښتنې له ټولو قضیو څخه ۳۵ سلنه یې رد شوي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په دې موده کې د ۳۱،۱ سلنه پناه غوښتونکو دوسیې په یو بل ډول پای ته رسیدلي. په دې معنی چې دغو پناه غوښتونکو یا خپلې دوسیې بیرته اخیستي او یا د اروپايي ټولنې هغو هیوادونو ته استول شوي چې په کې لومړی د پناه غوښتنه کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen په دې شمیرو کې هغه کسان شامل نه دي چې د حقوقي شکایت په پایله کې یې د پناه غوښتنې په هکله پریکړه شوې. د معلوماتو له مخې دغه شمیرې یوازې د داسې پناه غوښتونکو په هکله دي چې په لومړي پړاو کې یې د دوسیو په هکله پریکړه شوې ده.
د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۱۴ زره او ۸۰۰ کسانو د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالې ادارې یا «بامف» ته د پناه غوښتنې عریضې وړاندې کړي دي. په دې ترتیب د تیرې میلادي میاشتې په پرتله دغه شمیر ۱۴،۲ سلنه لوړ دی خو د تیر کال د اکتوبر میاشتې په پرتله بیا دغه شمیر ۱۲،۹ سلنه کم دی.
د شمیرو له مخې په آلمان کې د تیر په څیر، سږ کال هم تر ټولو ډیر پناه غوښتونکې د سوریې هیواد وو. د چارواکو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې، ۳۹ زره ۳۲۴ تنه سوریايي، ۱۵ زره ۳۲۳ عراقي او ۱۰ زره ۴۸۶ افغان پناه غوښتونکو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو د فدرالي ادارې ویلي چې په داسې حال کې چې له دغو دریو هیوادونو څخه د پخوا په پرتله کم شمیر کسان د پناه غوښتنه کوي، خو زیاتوي چې له نایجریا، ترکیې او ایران هیوادونو د پناه غوښتونکو د دوسیو په شمیر کې لوړوالی راغلی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي په امریکا کې زیږیدونکو ماشومانو ته د تابعیت د ورکړې په قانون کې تغیيرات راولي. له امریکا پرته په ټوله نړۍ کې ۲۹ داسې هیوادونه موجود دي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widakپه دې وروستیو کې ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي د امریکا په هغه قانون کې تغیيرات راولي چې له مخې یې په امریکا کې زیږیدلو ماشومانو ته تابعیت ورکول کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/P.J. Richards کاناډا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/Canadian Press/T. Hansonد افغانستان په ګاونډ کې پروت د پاکستان د هېواد لومړي وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو چې غواړي هغو شمیر مهاجرینو ته چې په پاکستان کې زیږیدلي وي، د دې هیواد تابعیت ورکړي.
انځور: picture-alliance/empics/D. Farmerمکسیکو هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Getty Images برازیل هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Imago/Imagebrokerارجنتاین هم هغو ماشومانو ته اتومات تابعیت ورکوي چې د د دې هیواد په ځمکه کې نړۍ ته راغلي وي.
انځور: Getty Images د کیوبا د تابعیت د قانون له مخې په دې هیواد کې ټول زیږیدلي ماشومان د کیوبا د تابعیت د ترلاسه کولو حق لري.
انځور: REUTERS ونزویلا هم د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Llano چیلي هم په خپله خاوره کې نویو زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Fotolia/juanrvelasco د اتلانتیک او کربین سمندرونو په منځ کې پروت انتیګوا او باربودا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Nicola & Reg Murphy باربادوس هیواد چې ښکلي ساحلونه لري، په خپله خاوره کې زیږیدونکو د بهرنیو اتباعو ماشومانو ته په اتومات ډول تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/roberthardingد مرکزي امریکا په شرقي څنډه کې پروت بلیز هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
چاد افریقايي هیواد هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
انځور: DW په لاتینه امریکا کې پروت اکوادور هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
د دومینکا په نامه د سمندر په منځ کې پروت دغه هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DW/M. Griebeler د فیجي په نامه دغه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/ANP XTRA د مکسیکو په جنوب کې او په مرکزي امریکا کې پروت ګواتیمالا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/Zumapress د مرکزي امریکا بل هیواد هندوراس هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Getty Imagesپیرو هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/Fujiprensa/HO جمایکا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTOپه کربین سمندر کې موقعیت لرونکي ګرینادا هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Hotel MacaBana Grenadaپاناما چې جنوبي او مرکزي امریکا سره وصل کوي، په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DWپه جنوبي امریکا کې پروت یوروګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: REUTERSد برازیل، بولیویا او ارجنتیانا په منځ کې پروت پاراګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Fotolia/mtrommer په جنوبي افریقا کې په وچه کې راګیر د لیسوتو په نامه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
په مرکزي امریکا کې پروت السلوادر هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته د قانون له مخې تابعیت ورکوي.
د سانت لوشیا په نامه په سمندر کې موقعیت لرونکی دغه هیواد هم د قانون له مخې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DW/Michael Altenhenne د کربین سمندر او انتلانتیک سمندر په منځ کې پراته دغه دواړه هیوادونه هم هغو ماشومانو ته چې په دې هیوادونو کې زیږیدلي وي، تابعیت ورکوي.
انځور: CC BY-NC 2.0 په کربین سمندر کې پروت د اور شیندونکو غرونو لرونکی سانت وینسینت هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/Photoshot