په ۲۰۱۹م کال کې اروپا ته نږدې دوه برابره زيات مهاجر راغلي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۶, سهشنبه
د اروپایي اتحادیي په یوه محرم رپوټ کې چې یوې آلماني ورځپاڼې خپور کړی دی ویل شوي دي چې له ترکیي څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو شمیر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
اعلان
آلماني ورځپاڼې «دي ویلټ» په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال له جنورۍ څخه تر دسمبر میاشتې پورې ۷۰۰۰۲ تنه مهاجر مختلفو اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي چې دا شمیر د ۲۰۱۸م کال په پرتله نږدې ۴۶ سلنه زیات دی.
نږدې ۶۸۰۰۰ پناه غوښتونکي له آژه بحیرې څخه په تیریدو یونان ته رسیدلي دي کوم چې د مهاجرو په داسې کمپونو کې اوسیږي چې تر گنجایش ډیر خلک پکې ځای پر ځای شوي دي. د رپوټ په حواله په کم شمیر کې مهاجر بلغاریا، ایټالیا او قبرص ته هم رسیدلي دي.
سږ کال اروپا ته د رسیدلو مهاجرو تر ټولو لویه برخه افغان پناه غوښتونکي دي چې په مجموع کې د دغو ټولومهاجرو شاوخوا ۳۰ سلنه برخه تشکيلوي. دا په داسې حال کې ده چې له سوریي څخه یوازې ۱۴ سلنه مهاجر اروپا ته رارسیدلي دي. تر دې وروسته د پاکستان، عراق او ترکیې هیوادونو اتباع دي چې شمیر یي په ترتیب سره ۹،۵سلنه، اته سلنه، او پنځه سلنې ته رسیږي.
یونان ته د نویو مهاجرو د راتګ له امله د مهاجرو پر مختلفو کمپونو فشار زیات شوی دی، ځکه دغه کمپونه لا د پخوا نه ډک دي. په دغو کمپونو کې د درملو، خوړو او جامو کمود رامنځته شوی دی. د یونان حکومت اوس ډير شمیر پناه غوښتونکي د هیواد نورو برخو ته انتقالوي.