1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۰ م کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې ټېټېدو وړاندوینه

۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د اسیا پراختیايي بانک د اټکل پر اساس به په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته راښکته شي. د دغه اقتصادي ځوړ لاملونه څه دي؟

Afghanistan Pakistan gemeinsame Messe in Kabul 28.11.2013
انځور: DW/H. Sirat

د اسیا پراختیايي بانک په خپل کلني راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده به د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې منفي پنځه سلنه ته راښکته شي. په رپوټ کې زياته شوې چې د کرونا ویروس خپرېدو او  د جګړو پراخېدو له امله د افغانستان اقتصادي وده مخ پر ځوړ ده.

له تېر ۲۰۰۳ میلادي کال راپه دې خوا دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اقتصادي وده به تردې بریده راټیټیږي. د اسیا پراختیايي بانک په رپوټ کې د افغانستان چټکه اقتصادي وده په دغه هېواد کې د سولې په روانو هڅو پورې تړلې بلل شوې. په افغانستان کې ددغه بانک مشر نریندرا سینګرو ویلي: «راتلونکي کال کې هم که چېري د اقتصادي ودي خبره کوو دا په سولي پورې تړلې ده او بله مهمه خبره داده چې په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې نړېوال څومره ژمنه کوي.»

د اسیا پراختیايي بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د ۴۲ میلیونه ډالره مرسته کړې.

د اقتصادي ځوړ بنسټیز لاملونه څه دي؟

اقتصادي شنونکي وايي، د کرونا ویروس چټکې پراختیا د افغانستان په صادراتو او واردتو جدي او خورا ناوړه اغیزې کړي. د پوهنتون استاد قیس محمدي له دویچه ويله سره په خبرو کې د افغانستان د اقتصادي ځوړ د نورو لاملونو په ترڅ کې د بودجي لګښت هم له ستونزو ډک وباله. هغه زياته کړه: «دلته د بودجې مصرف کې لا تراوسه هم مشکلات موجود دي او د بودجي په مصرف کې مشکلات د اقتصادي ودې د خورا ټیټېدو لامل شوي او ددې ترڅنګ د صادراتو او وارداتو بهیر په ټپه درېدل یا ستونزمنېدل د داخلي تولیداتو د کمېدو سبب ګرځېدلي.»

انځور: DW/S. Tanha

دغه اقتصاد پوه وايي، د کرونا ویروس خپرېدو نه یواځې د افغانستان اقتصادي وده ځپلې بلکې د نړۍ او سیمې هېوادونه یې هم له اقتصادي پلوه سخت اغېزمن کړي.

ښاغلی محمدي وايي، د اقتصادي ځوړ له امله په هېواد کې فقر یا بې وزلي ډیریږي او ترڅنګ یې د وزګارتیا کچه هم په ورځ په ورځ د لوړېدو په حال کې ده.

حل لارې څه دي؟

د اقتصادي شنونکو پروینا، افغان حکومت یواځې د بودجي اغېزمن لګولو په مټ له اقتصادي ځوړ سره مبارزه کولای شي. قیس محمدي په دې اړه وویل: «هغه بودجه چې له حکومت سره پاتې ده، باید په موثره توګه یې مصرف کړي، په دې سره هغه پروژې چې په ټپه ولاړې دي کارونه به یې له سره پیل شي، دغه راز خلک هم کار پیدا کوي.»

ښاغلی محمدي زیاتوي د بې کارۍ کچې په ټېټېدو سره په هېواد کې د بې وزلۍ کچه هم ټیټیږي.

بهرنیو مارکیټونو ته د افغان صادراتو د بیاځلې پيلېدل د اقتصادي ودې ټیټېدو پر وړاندې یو بل مهم او اغیزمن ګام بلل کیږي.

له څه کم یو کال راهیسې افغان محصولات یا نړېوالو مارکیټونو ته نه صادریږي او یا هم په ډیره ټیټه اندازه صادریږي، چې د افغان سوداګرو له عوایدو سره په کافي اندازه مرسته نه کوي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب