1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان او پاکستان د تجارت حجم څومره وو؟

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د طالبانو د مالیې وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارقام له دویچه ویله سره شریک کړي، چې ښیې د وارداتو په پرتله له افغانستان څخه صادرات زیات دي. د معلوماتو له مخې سږ کال د ۱۸۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت وه.

Rückgang des pak-afghanischen Geschäfts
انځور: Faridullah Khan

په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام پرمهال هم اقتصادي ستونزې موجودې وي او له افغانستان سره پراخې بهرنۍ مالي مرستې کیدې خو د طالبانو په بیا راتګ سره ګڼ شمیر موسسات او شرکتونه له افغانستان څخه ووتل چې له کبله یې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې هم را منځ ته شوي دي. سربیره پر دې، د طالبانو د حکومت نه مشروعیت او د افغانستان د بانکي نظام نازک حالت د دې سبب شوې چې له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه کم رنګه شي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل، له پاکستان سره د سوداګۍ په هکله وویل: «تیرو یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ۹۸ اعشاریه اووه ملیارده افغانیو په ارزښت صادرات او له پاکستان څخه د ۸۳ اعشاریه اته ملیارده افغانیو په ارزښت واردات شوي دي.»

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر اساس، ۲۰۲۲ میلادي کال، له افغانستان څخه پاکستان ته تر ډیره، د ډبرو سکاره، تلک، نفرایټ، نیمه قیمتي تیږې، تازه میوه او سبزي، وچه میوه او قالینې په زیاته اندازه صادر شوي شوي دي. همدا کال افغانستان بیا له پاکستان څخه خوراکي توکي، درمل، ماشین الات او سمنټ زیات وارد کړي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ځمکې له لارې او د تورخم، سپین بولدک ـ چمن، غلام خان، انګور اډې او خرلاڅي له لارو کیږي. د دغو هېوادونو ترمنځ د دغو لارو په شتون کې د هوایي کوریډور يا دهليز اړتیا نشته او په ډیری مواردو کې په قاچاقي توګه هم ګڼ شمیر توکي افغانستان او یا پاکستان ته انتقالیږي.

افغان پانګوال او د صنعت کارانو د اتحادیې مشر عبدالجبار ساپی وایي پاکستان سره د روان میلادي کال په پیل کې سوداګري ټکنۍ شوې وه. عبدالجبار ساپی زیاتوي: «وروستیو کې دواړه خواو ته سواګري زیاته شوې چې د افغانستان له خوا د ډبرو سکاره، قیمتي او نیمه قیمتي تیږي، قالینې، تازه او وچه میوه زیاته صادریږي.»پاکستان د سرحدي شخړې په تړاو افغان ديپلومات احضار کړ

د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې؟

د پاکستان له لورې د تازه میوو او سبزۍ موټرو درول، چې د افغان سوداګرو د زیان لامل کیږي، د پیسو انتقال او ویزو ستونزه، عبدالجبار ساپي د لویو ننګونو په توګه یادې کړې، خو په خبره یې نورې ستونزې راکمې شوي، په داسې حال کې چې د ویزو ستونزه پرځای پاتې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د دواړو هېوادونو خپل منځي سوداګري د پرمختګ په حال کې ده او تازه یې کابل کې د پاکستاني سوداګرو له یو پنځوس کسیز پلاوي سره کتنې هم لرلې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وخت نا وخت د اړیکو د خرابوالي له کبله سوداګري زیانمنیږي چې ضرر یې سوداګرو او عامو خلکو ته رسیږي. انځور: Faridullah Khan

د یادې خونې سرپرست محمد یونس مومند وایي، افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې یو بل ته مهم دي. د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې اجرئیوې مشر او افغان سوداګر نقیب الله ساپی وایي د کال د پیل سیاسي او تخنیکي ستونزې حل شوي خو لا هم د ګډۍ سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې شته، چې باید حل شي.د پاکستان حکومتی پلاوی له کومې اجنډا سره کابل ته تللی؟

 ساپي دویچه ویله ته وویل: «دوه ډوله ستونزې له پاکستان سره ناحل پاتې دي. یو بانکي ستونزه، بل لوی قراردادونه دي، چې زموږ او د پاکستان ترمنځ باید تعدیل او تطبیق شي. پکار ده چې دواړوه خواوې سره کیني او اړوندې ستونزې حل کړي.»

د پاکستان د اوسني وضعيت اغیز پر افغانستان څه دی؟

28:13

This browser does not support the video element.

پاکستانی سوداګر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال شاهین حسین وایي، یو شمیر پاکستاني سوداګر چې د پنجاب او کراچۍ سره تړاو لري، اوسني حکومت کې افغانستان ته له تګ ویره لري، چې افغان حکومت باید دوی ته ډاډ ورکړي.د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت ډیر کم شوی

د شاهین حسین په خبره چې افغان سوداګرو ته د پاکستان د ویزو د اخیستو برخه کې شته ستونزو هم د دوی سوداګري اغیزمنه کړې ده. شاهین حسین د پاکستان له حکومت غواړي، چې افغان سوداګرو، کاروباریانو او عام ولس ته دې د ویزې ورکړې پروسه اسانه کړي، چې دې سره به دواړو خواو ته سوداګري زیاته شي.

د افغان او پاکستاني سوداګرو یوه ګډه غوښتنه دا هم ده، چې سوداګریزې اړیکې دې د سیاسي ستونزو نه قرباني کیږي.

ه.م

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل