1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، د «ک ان ای» خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت شمیرې ښيي چې په ۲۰۲۴ م کال کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر افغان مهاجر له دغه هیواد څخه اخراج سوي دي، خو ډیری دغه کسان افغانستان ته نه، بلکې نورو هیوادونو ته استول سوي دي.

د ۲۰۲۴ م کال د اگست د میاشتي په پای کې ۲۸ تنه هغه افغان مهاجر چې جرمونه یې کړي ول، افغانستان ته اخراج سول.
رپوټ: په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سويانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

 

 

افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په عمومي توگه رد سوي مهاجر یې له آلمان څخه د دوبلین د مقرراتو له مخې د اروپایی هیوادونو د غړو نورو هیوادونو ته استول سوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، تیر کال  په مجموعي ډول ۱۳۶۱ تنه افغان مهاجر له دغه هیواد څخه اخراج سوي دي.

اړوند:آلمان: ښايي يو شمېر سوريايي مهاجر بيرته ستانه کړو

د ۲۰۲۴ م کال د اگست د میاشتي په پای کې ۲۸ تنه هغه افغان مهاجر چې جرمونه یې کړي ول، افغانستان  ته اخراج سول. له آلمانه پاتې نور اخراج سوي افغان مهاجر هغو هیوادونو ته استول سوي چې د دوبلین د مقرراتو له مخې یې دوسیو ته د رسیدگۍ مسؤل بلل کیږي.

له آلمان څخه د اخراجونو زیاتوالی

په تیر میلادي یعني ۲۰۲۴م کال کې په ښکاره ډول د ۲۰۲۳م کال په پرتله ډیری رد سوي مهاجر له آلمانه اخراج سوي دي. د ۲۰۲۴ م کال له جنورۍ څخه تر نوامبر پوري، څه ناڅه ۱۸۴۰۰ کسان له آلمانه اخراج سوي دي.

د «بیلډ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د سې شنبې په ورځ د حکومت د یوه ویاند د خولې رپوټ ورکړی دی چې دغه رقم د هغه تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي. په عمومي توگه په ۲۰۲۳ م کال کې ۱۶ زره او ۴۳۰ تنه اخراج سوي ول. دغه رقم د کرونا له وبا مخکي یعني ۲۰۱۹ م کال کې شاوخوا، ۲۲۰۰۰ تنه ؤ.

اړوند:له آلمانه د مهاجرو اخراجونه د پام وړ ډېر شوي دي

د آلمان فدرالي حکومت د اخراجونو زیاتوالي ته د خپلو پالیسیو د اغیزمنتیا د یوې نښې په سترګه ګوري. د آلمان صدراعظم ، اولاف شولڅ د «شتېرن» اونیزي ته ویلي دي چې په اخراجونو  کې ۲۰ سلنه زیاتوالی،«یو ریښتینی پرمختگ» دی.

د «بیلډ» ورځپاڼي د رپوټ له مخې، تیر کال د پناه غوښتنې شاوخوا ۲۱۳ زره عریضې ثبتي سوي دي چی په ۲۰۲۳ م کال کې د ۳۵۱ زرو عریضو په پرتله، څه ناڅه یو پر دریمه برخه کمې وې.

تیر کال تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي گرجستان  ته اخراج سوي دي چې په همدې کال کې د ډاډمن اصلي هیواد په توگه درجه بندی سو.

په ټولیزه توگه تیر کال ۱۷۲۰ تنه تُرکي اتباع  له آلمان څخه وتلو ته مجبور سوي دي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب