سږکال هسپانيا ته پر لارې درې زره مهاجر ډوب شوي
۱۴۰۴ دی ۱۰, چهارشنبه
د مهاجرو د حقونو هسپانوي سازمان، کامیناندو فرونتېراس، په خپل تازه رپوت کې ويلي چې د ۲۰۲۵م کال له پیل د دسمبر تر ۱۵مې پورې ۳۰۹۰ مهاجر چې غوښتل ېې هسپانيا ته ځانونه ورسوي مړه شوي دي.
دغه رپوټ چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۲۹مه) خپور شوی پکې راغلي چې تر ټولو ډېر مهاجر د اتلانتیک سمندر پر مهاجرتي لارو مړه شوي دي. دا هغه مسیر دی چې له افریقا څخه د هسپانیا قناري جزېرو ته پرې سفرونه کیږي او د نړۍ یو د تر ټولو خطرناکو مهاجرتي مسیرونو ګڼل کيږي.
نور ولولۍ: ترکیه: د کښتۍ ډوبیدو پیښه کې یوه قاجاقبر او ۱۶مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یاد سازمان دغه معلومات د رسمي ارقامو او د ژغورل شوو مهاجرو د کورنيو له خوا راټول کړي دي چې په مړو کسانو کې ۴۳۷ ېې ماشومان او ۱۹۲ ښځې دي.
د مهاجرت نوې، اوږده او خطرناکه لار
دغه سازمان ويلي سږکال قناري جزېرو ته د رسېدلو مهاجرو په شمېر کې د «پام وړ» کموالی راغلی خو ورسره جوخت له ګینه څخه ټاپوګانو ته په کښتيو کې د مهاجرت «یوه نوې، لا ډېره اوږده او خطرناکه لار رامنځ ته شوې ده.»
کامیناندو فرونتېراس زیاتوي په ۲۰۲۵ کال کې د هغو کښتیو په شمېر کې هم ډېروالی راغلی چې الجزایر څخه خپل سفرونه پیلوي. په دغو کښتیو کې تر ډېره د سومالیا، سوډان او جنوبي سوډان مهاجر سفرونه کوي.
نور ولولۍ: د تونس په سواحلو کې ۴۰ مهاجر ډوب شوي
سرچینه وايي د ۲۰۲۴ کال په پرتله سږکال پر دغه سمندري مسیر د مړو شمېر دوه برابره شوی دی. په ۲۰۲۴ کال کې پر دغه لاره ۱۰۳۷ کسان مړه شوي ول.
د مړه شوو مهاجرو تر ټولو لوړ شمېر
کامیناندو فرونتېراس د رپوټ پر اساس، په ۲۰۲۴ کې لږ تر لږه ۱۰۴۵۷ مهاجر چې غوښتل ېې هسپانیا ته ځانونه ورسوي په لارو کې مړه او یا لادرکه شوي ول چې دا له ۲۰۰۷م کال راوروسته چې د ارقامو ثبت پیل شوی، د مړو تر ټولو لوړ ریکارډ دی.
نور ولولۍ: له شمالي افریقا څخه د غیر قانوني مهاجرت د مهارولو هڅې
د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل د دسمبر تر ۱۵ پورې ۳۵زره ۹۳۵ مهاجر دغه هېواد ته رسیدلي چې دا رقم د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه کم دی.
د دوی نژدې نیمايي ېې د افریقاله غربي سواحلو د اتلانتیک پر مهاجرتي لارو د هسپانیا قناري ټاپوګانو ته رسیدلي دي.