په 2009 ميلادي کال کي د جرمني بهرني سياست ته يوه لنډه کتنه
۱۳۸۸ آذر ۲۳, دوشنبهفرانک والټر سټاين مايرد سوسيال دموکراټ ګوند په نماينده ګي د صدراعظمۍ دپاره ځان کانديد کړي ؤ، خو هغه يې بايلول .په يو څه خوابدۍ سره فرانک والټر سټاين ماير خارجه وزارت د آزاد دموکراټانو د ګوندمشر ګوده ويستروېله ته تسليم کی . اوويې ويل:
«او په آخره کښي ښاغلې ويستروېله، دا زموږ د سيسټم صفت دی ،چه د اپوزيسون مشر خارجه وزير کيږي ، او خارجه وزير د اپوزيسون مشر کيږي . »
د ويستروېله يو تخيل پوره سو . ده غوښتل حتمأ خارجه وزير سي ، او د آزادو دموکراټانو دګوندد پخواني شهکار خارجه وزير ګينچر ځای ته ورسيږي .
فرانک والټر سټاين مايرچه اوس د جرمني په پارلمان کښي د سوسيال دموکراټانود فراکسيون رهبري کوي ، ده ته يو منظم وزارت تسليم کی . ده جرمني دخارجي سياست په برخه کښي د يوې منل سوي تګلاري په چوکاټ کښي پر مخ بوتۍ ، او خپلي تجربې يې ويستروېله ته پريښولې.
« او تر ټولو شيانو دمخه تر دغو ۴ کلو وروسته ، زه نسبت اول سرته په ډيرو شيانو پوهيږم . توقعات کله ډير ، کله بيخي ډير او کله کله هم بېځايه ډير زيات وي ، چه د نوري نړی لخوا زموږ څخه کيږي ، او موږ په خپل نوبت کوښښ کوو ، چه د هغه سره سم عمل وکو . »
فرانک والټر سټاين ماير په خپله ۴ کلنه دوره کښي مجموعأ ۴۰۶ ورځي په خارج کښي تيري کړې : مثلأ د اروپايي ټولني په سرمشريزه کښي ، چيري چه د لزبون د قرارداد پر سر خبري کيدې ، او يا منځني ختيځ ته ، چيري چه ده نور څه نسوای کولای ،خصوصأ هغه وخت چه خبري د ناکامۍ سره مخامخ کيدلې .په دغو سفرو کښي هر څه د انتظار سره سم پر مخ نه تلل . ده يو وار په داسي الوتکه کښي هم پرواز کړی دی ،چه دروازه يې خلاصه وه .
دا چه ګوده ويستروېله په عام ډول خپله هم جنس بازي بيانوي ، په ځينو هيوادو کښي يې ناآامۍ رامنځته کړي دي .که څه هم هغه د برلين په سياسي فضأ کښي کمه خبره نده ، او زيادتره د کار محتوی ته ارزښت ورکول کيږي ، خو بيا هر ځای داسي نده .
د وارسا څخه د ليدني پر وخت لا خارجه وزير ګوده ويستروېله د خپل اييتلافي ملګري ګوند، مسيحي دموکراټ د مخالفت سره مخامخ سو . هلته ده د شړل سوو کسانو اتحاديې ته خبر ورکی ،چه دی نه غواړي د هغه د رييس اِريکا سټاين باخ سره وويني .
د مسيحي دموکراټانو دغه د پارلمان غړی په پولينډ کښي ډير محبوبيت نلري ، او د ګوده ويستروېله نه ليدنه ،ددې سبب سول چه دی د خپل اييتلافي ملګري ، مسيحي دموکراټانو دګوند د مخالفت سره مخامخ سي.
Werkhäuser, Nina/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل