1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په HIV دویم اخته کس له دې ویروسه پاک شوی

۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

ډاکټرانو موندلې ده چې د هډوکو د مغزو پیوند په HIV اخته یو کس له دې ویروسه پاک کړی دی. که څه هم ډاکټرانو د دې پایلو ستاینه کړې ده، خو بیا یې هم ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د دې کس بشپړه درملنه نه ده شوې.

Symbolbild HIV-Virus
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Goldsmith

څیړونکو اعلان کړی دی چې په HIV ویروس اخته یو سړی له هغه وروسته چې په بدن کې یې د یوه بل کس د هډوکو مغز پیوند شوی دی، اوس په ښه حالت کې دی.HIV ویروس د ایډز د وژونکي ناروغۍ د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

له دې سره نو دغه ناروغ چې ورته د «لندن ناروغ» نوم ورکړل شوی دی، دویم کس دی چې د HIV له ویروسه پاکیږي. په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۷ میلیونه کسان په دې ویروس اخته دي.

د دې درملنې بهیر او پایلې يې په نړیوال علمي ژورنال «نیچر» کې خپرې شوي دي او تمه کیږي چې د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه په یوه طبي کنفرانس کې په سیاتل کې اعلان شي.

د دې ناروغ په درملنه کې له هغه میتوده کار اخیستل شوی دی چې په ۲۰۰۷م کال کې ترې ډاکټرانو په برلین کې کار اخیستی وو. هغه وخت دغه میتود کامیابه ثابت شوی وو. په دواړو مواردو کې د هډوکو د مغز پیوند د وینې د سرطان د درملنې په موخه ترسره شوی وو.

د څیړونکو مشر رویندرا ګوپتا، ویلي دي: «د عین پروسیجر په کارولو سره په دویم ناروغ کې هم د بهبودۍ په ترلاسه کولو سره موږ وښووله چې د برلین د ناروغ قضیه غیر عادي نه وه.»

کم یابه جينیتیکي جوړښت

دغو دواړو ناروغانو ته د داسې کسانو د هډوکو مغز پیوند شوی دی چې له جینیتیکي لحاظه د HIV ویروس پر وړاندي مقاومت لري. دغه ډول جينيتيکي جوړښت ته CCR5 نوم ورکړل شوی دی. داسې ښکاري چې د هډوکو د مغزو تر پیوند وروسته، د HIV ویروس بیا په دغو ناروغانو کې نه رامنځ ته کیږي.

د لندن ناروغ په ۲۰۰۳م کال کې په HIV ویروس اخته شوی وو او له ۲۰۱۲م کال راهیسې یې د ARV په نوم داسې درملنه شوې چې د HIV ویروس له منځه نه وړي خو د پرمختګ مخه یې بیا نیسي.

تر هغه وروسته چې دغه کس د ویني په یو ډول وژونکي سرطان اخته شو، په ۲۰۱۶م کال کې ورته د یوه بل کس د هډوکو مغز پیوند شو. تر دې وروسته هغه د ۱۶ نورو میاشتو له پاره د ARV درملنه ترلاسه کړه او بیا یې دې درملنې ته توقف ورکړ. اوس ۱۹ میاشتې کیږي چې په هغه کې د HIV ویروس نښانې نه دي لیدل شوي.

له ویروسه پاک

کوپتا وویل: «په هغه کې ویروس نه شته چې موږ یې اندازه کړو. موږ هیڅ هم نه شو موندلی.»

ګوپتا په عین حال کې ګواښ وکړ چې لا تر اوسه پوري ډیر وختي دی چې سړی ووایي چې په بشپړه توګه د دې کس درملنه شوې ده. په بدل کې کوپتا د دې کس له پاره د «په عملي توګه درمل شوي» او د «بهبودي په موده کې» عبارتونه وکارول.

د ګوپتا په خبره له HIV ویروس څخه د پاکوولو دویمه کامیابه تجربه به د درملني د ستراتیژۍ په ټاکلو کې مرسته وکړي، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د هډوکو د مغزو پیوند د HIV د درملنې له پاره ډیر له درده ډک، قیمتي او خطرناکه میتود دی او له همدې کبله هغه د دې ویروس د له منځه وړلو له پاره کامیابه درملنه نه ده.

په ټوله نړۍ کې په HIV ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه یوازې ۵۹ سنله یې د ARV درملنه ترلاسه کوي. هر کال په نړۍ کې نزدې یو میلیون کسان پهHIV پورې د تړلو لاملونو له کبله مري. دا په داسې حال کې ده چې ایډز په۱۹۸۰مو کلونو کې له پیلیدو راهیسې نزدې ۳۵ میلیونه کسان وژلي دي.

د لندن ناروغ له خپلو ډاکټرانو څخه غوښتي دي چې هویت یې بربنډ نه کړي.

ms/sr (Reuters, AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب