1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: اروپا ته به د ګازو ليږد نور هم لږ شي

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ويلي دي چې د ګازو د نل ليکې د ترميم د مسئلې له وجې اروپا ته د ګازو ليږد نور هم کمېدلای شي. نوموړي دا څرګندونې په تهران کې وکړې چېرې چې هغه د ترکیې او ایران له مشرانو سره درې اړخيزه ناسته لرله.

Russland Öl Energie
انځور: Vitaly Nevar/REUTERS

ولسمشر ولاديمير پوتین د سه شنبې په ورځ وويل چې په داسې حال کې چې د «نورد ستريم ۱» ګازو نل ليکه د ترميم د چارو له کبله تړل شوې، اروپا ته د ګازو ليږد نور هم کميدلای شي. ياده نل ليکه د اروپا لوې وچې ته د روسیې د ګازو د رسولو يوازنۍ ستره وسيله ده.

دغه نل ليکه چې د بالتيک سمندرګي په تل کې له روسیې څخه آلمان ته غځيدلې ده، د فيبرورۍ پر ۲۴مه نيټه پر اوکراين د روسیې له يرغل راهيسې په کلکه څارل کيږي.

په داسې حال کې چې د «نورد ستريم ۱» د ورځې د کابو ۱۶۷ ميلیون مکعب مترو ګازو د ليږد وړتيا لري، د روسیې د ګازو دولتي شرکت «ګاز پروم» دغه حجم تېره مياشت د ورځې يوازې ۶۷ ميلیون مکعب مترو ته راټيټ کړ.

همدا راز دغه نل ليکه دمګړۍ تړل شوې ده څو یې د ترميم کلنۍ چارې ترسره شي چې ښايي دغه کارونه د پنجشنبې په ورځ سر ته ور سيږي.

د ګازو نل ليکې د ترميم د چارو په اړه ناڅرګندتيا

خو ولسمشر پوتين خبرداری ورکړی دی چې که چېرې کاناډا ته د ترميم له پاره استول شوی د ګازو توربین ژر بيرته روسیې ته راستون نه کړل شي نو د روانې مياشتې تر پايه پورې به د ګازو د دې نل ليکې له لارې د ګازو انتقال نور ۳۳ ميلیونه مکعب متره راکم شي.

نوموړي په تهران کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «دوه فعاله ماشینونه شته چې د ورځې ۶۰ ميلیون مکعب متره ګاز پمپ کوي. که چېرې يو یې راستون نه شي نو یوازې يو ماشین به ولرو چې ۳۰ ميلیونه مکعب متره ګاز پمپ کوي. آيا ګازو پروم په دې برخه کې څه کولی شي؟»

په لومړي سر کې پر مسکو د لوېديځ د بندیزونو له کبله د کاناډا حکومت د آلمان په غوښتنه پر دې سلا شوی وو چې د زيمنس انرژۍ دغه توربين آلمان ته وسپاري. خو په مسکو کې حکومت ويلي دي چې تر اوسه یې نه توربين او نه هم په دې اړه کوم سند ترلاسه کړی دی.

پوتين د روسیې د تیلو د حد اکثر بیې ټاکلو په اړه خبرداری ورکړی

پوتين د تيلو د بیو په اړه ويلي: «موږ د روسیې د تیلو د حجم د محدودولو او يا د روسیې د تیلو د حدا اکثر بیې د ټاکلو په اړه له فکرونو خبر شوي يو.» هغه زياته کړې: «نتيجه به یې هماغه وي – د بيو لوړيدل. بیې به آسمان ته لوړې شي.»

پر اوکراين د روسیې له يرغل سره، اروپايي ټولنې د روسیې د ډبرو پر سکرو او د تیلو پر ډېرې برخې بندیز تائید کړ چې د روان کال په وروستيو میاشتو کې به عملي شي. دا محدوديتونه پر طبيعي ګاز صدق نه کوي.

خو د ګازو پروم شرکت د جون مياشتې له لومړۍ نیټې څخه د نورد ستريم ۱ له لارې د ګازو ليږد ۶۰ سلنه راټيت کړی دی. د انرژۍ ياد دولتي شرکت د دې علت تخنيکي ستونزي بولي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب