د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين ابوظبې ته رسېدلی چې د رپوټونو مطابق سعودي عربستان ته به هم ولاړ شي. د اوکراین ولسمشر به نن ناوخته د ويډیو له لارې د جي۷ په سرمشريزه کې ګډون وکړي او کيف وايي ۴۱ روسي ډرون ېې راغورځولي دي.
د کريملین له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې سوداګري او نفت به د پوتين د متحدو عربي اماراتو د سفر په اجندا کې د بحث مهم ټکي ويانځور: Andrei Gordeyev/Sputnik/AP Photo/picture alliance
اعلان
د روسيې دولتي خبري آژانس، تاس، ویلي دی چې پوتين ابو ظبي ته رسېدلی دی، خو نور جزئيات ېې نه دي ورکړي.
کریملین ويلي دي: «ولاديمیر پوتین د یو کاري سفر له پاره متحدو عربي اماراتو ته رسېدلی دی.»
د روسيې دولتي تلویزیون وښوده چې د متحدو عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان، په هوايي ډګر کې له پوتين سره ستړې مه شې کوي.
د کريملین له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې سوداګري او نفت به د پوتين د متحدو عربي اماراتو د سفر په اجندا کې د بحث مهم ټکي وي. په اعلاميه کې ويل شوي چې متحده عربي امارات «په عرب نړۍ کې د روسيې مهم اقتصادي شريک» دی.
په عین وخت کې رويترز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ماریا زخاروف له قوله ليکلي دي چې د روسيې خارجه وزیر سيرګي لاروف به د دسمبر له اتمې تر لسمې پورې له متحده عربي اماراتو او قطر څخه کتنه وکړي.
هغې ويلي دي چې لاروف به د دسمبر مياشتي پر لسمه په ابو ظبې کې د صیر بني ياس د سولې او امنيت په ۱۴ فورم کې ګډون وکړي. هغې ويلي دي چې لاروف به د دسمبر پر لسمه په ابو ظبې کې د صیر بني ياس د سولې او امنيت په ۱۴ فورم کې ګډون وکړي. ویاندې وويل ټاکل شوې چې لاوروف به د دسمبر پر لسمه په قطر کې د دوحې ۲۱م فورم ته وینا وکړي.
زخاروف همدارنګه وويل چې پوتین به د اماراتو ترڅنګ سعودي عربستان ته هم ولاړ شي او د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره به ورګوي. پوتين به له سلمان سره د «نفتو او په اوکراین اوغزه کې د جګړو» پر موضوعاتو خبرې وکړي. له کله نه چې روسيې په اوکراين کې جګړه پېل کړې، پوتين په ندرت بهرني سفرونه کوي. دا په دغه موده کې ایران او چین ته تر سفرونو وروسته د پوتين دریم بهرنی سفر دی.