1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د استخباراتو ۱۵۰ مامورين له دندو ګوښه کړي دي

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د اوکراين جګړه هغسې مخ ته نه ده تللې چې پوتين يې انتظار لاره. پوتين د خپلو سلاکارانو له »ناسمو اطلاعاتو« څخه په غوسه دی او د دغه هيواد په فدرالي امنيتي سرويس کې يې »چاڼ« پيل کړی دی. ۱۵۰ مامورين اوس ګوښه يا زنداني شوي دي.

Russland Präsident Putin
انځور: Mikhail Klimentyev/SNA/IMAGO

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پر اوکراين باندې د يرغل په پيل کې په کراتو ويلي ول چې »ځانګړي پوځي عمليات« يې په اوکراين کې د پلان سره سم مخ ته ځي. خو اوس څرګنده شوې ده چې ولسمشر پوتين د خپلو سرتېرو له پرمختګ څخه ناراضه دی.

پوتين د اوکراين په جګړه کې د »ډېرو تلفاتو« او د خپلو مشاورينو د »ناسمو اطلاعاتو« له کبله په غوسه دی او د روسيې د فدرالي امنيتي سرويس (اف اس بي) لوړپوړی جنرال، سرګئي بسدا، يې په زندان کې اچولی دی. اوسمهال په دغه امنیتي بنسټ کې ظاهراً پراخ »چاڼ« جريان لري.

د تحقيقي ژورناليزم شبکې »بېلينګ کېټ« د روسي استخباراتو د شاوخوا ۱۵۰ مامورينو له ګوښه يا نيول کېدو څخه خبر ورکړی دی. کريستو ګروزف چې د بېلينګ کېټ اجرائيوي مشر دی، د پوپولار پوليټيکز له يوټيوب کانال سره په مرکه کې ويلي چې »ګويا د فدرالي امنيتي سرويس ځواکونو د ۲۰ هغو تنو کورونه پلټلي او کتلي دي چې له خبريالانو سره په تماس باندې تورن ول.«

ګروزوف د خپلو معلوماتو سرچينه ياده کړې نه ده، خو زياتوي چې اخراج شوو مخفي مامورانو له فدرالي امنيتي سرويس سره کار کاوه چې د اوکراين په ګډون د پخوانيو شوروي جمهوريتونو د کنترول او جاسوسۍ مسئوليت ورتر غاړه وو. دا ځانګړې څانکه په ۱۹۹۸م کال کې هغه مهال جوړه شوه چې پوتين د فدرالي امنيتي سرويس رئيس وو.

د بسدا او د هغه د مرستيال نيونه

روسي تحقيقي ژورناليست آندرې سولداتوف هم په ټويټر کې ليکلي چې سرګئي بسدا او مرستيال يې له مارچ مياشتې راهيسې په بند کې دي. بسدا رسماً په »نه وفادارۍ« تورن دی، خو د تحقيقي ژورناليزم د شبکې مدير ګروزوف وايي چې د بسدا د نيول کېدو اصلي دليل ګويا د روسيې تر حملې مخکې په اوکراين کې د واقعي وضعيت په اړه د ناسمو معلوماتو وړاندې کول وو.

آيا د اوکراين جګړې له پاره د روسيې اټکل په غلطو معلوماتو ولاړ وو؟انځور: Ukrinform/dpa/picture alliance

آندرې سولداتوف له »ټايمز« مجلې سره په مرکه کې ويلي دي چې پوتين د بسدا په نيونې او د «لفوروتو« ويرونکي زندان ته يې انتقال نورو روسي مخکښو څېرو ته يو »ډېر محکم پيغام« لري. د دغه زندان څخه د »ستالين د سترې تصفيې« پر مهال د شوروي د استخباراتي شبکې »کی جي بي« له خوا د شکنجې د مرکز په توګه استفاده کېدله.

سولداتوف تاکيد کوي چې »پوتین کولای شوای بسدا اخراج کړي، خو دغه کار يې ونه کړ. د لفورتو زندان ښه ځای نه دی او دغسې يوه مرکز ته د هغه لېږل دا په ګوته کوي چې دغه موضوع د پوتين له پاره څومره جدي ده.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب