1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين: سولي ته اصلي ګواښ بنديزونو ته د لوېديځ ليوالتيا ده

۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتين ويلي دي چې په اوکراين کې د جګړې په سبب پر روسيې د لوېديځ بنديزونه د «ټولې نړۍ له پاره ګواښ» دی. پوتين زياته کړه روسېې هيڅ له لاسه نه دي ورکړي او هيڅوک ېې منزوي کولی نشي.

Russland | Wladimir Putin beim Eastern Economic Forum (EEF) in Wladiwostok
د روسېې ولسمشر ولادیمیر په ختيځ اقتصادي فورم (EEF) کې د سپتمبر ۷مهانځور: Sergey Bobylev/TASS Host Photo Agency/REUTERS

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د چهارشنبې په ورځ دغه هيواد په ولادي واستوک ښار کي د لوېديځ اقتصادي فورم ته په وينا کې پر روسيې باندې د لوېديځ له خوا د لګول شوو بندیزونو په اړه وويل چې نړۍ د کرونا ويروس تر څو کلن ګواښ وروسته اوس له يو بل نوي خطر سره مخ ده.

هغه وويل: «زما هدف په لوېديځ کې د ختيځ په هکله بندیزونو ته ليوالتيا او د هغوی تهاجمي هڅو څخه دی، تر څو نور ملکونه هم دې ته اړ کړي چې خپل دغه ډول چلند ته تشویق شي، تر څو ېې حاکميت سلب او ځان ېې پرې مسلط کړی وي.»

لوېديځو هیوادونو په ۲۰۱۴م کال کې وروسته له هغې هم پر روسيې باندې د بندیزونو لړۍ وضع کړه کله چې روسېې د کریميا نيمه ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله. له دې کبله چې روسېې د روان کال په فبرورۍ کې پر اوکراين پوځي يرغل وکړ، لوېديځ پر روسيې تر مخکنيو بندیزونو لا د پام وړ ډير بندیزونه لګولي دي.

پوتين: روسېې هيڅ له لاسه نه دي ورکړي

روسېې د خپل پوځي يرغل له پيل راهيسې د اوکراین په ختيځ او سويل کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، په داسې حال کې چې اوکراین بیا وايي د هغوی پر ضد ېې حملې پيل کړي دي.

مسکو په فبروري میاشت کې خپل په زرونو عسکر اوکراین ته داخل کړ او دغه اقدام ته ېې د «ځانګړي عملیات» نوم ورکويانځور: IMAGO/SNA

مسکو په فبروري میاشت کې اوکراین ته خپل په لسونو زره ځواکونه داخل کړل او خپل دغه پوځي يرغل ته يې د «ځانګړي عملیات» نوم ورکړی دی.

اروپایي اتحادیې له مصر او اسرائيل سره د ګازو تړون لاسليک کړی

پوتين د چهارشنبې په ورځ وويل چې روسېې پر اوکراين د خپل پوځي کمپاین د نتيجې په توګه تر اوسه هيڅ شی له لاسه ورکړی نه دی. له دغه اقدام څخه د روسېې هدف د خپل سويلي ګاونډي د پوځي ځواکمنتيا ځپل او د هغو افرادو د جرړلو ايستل دي چې روسېه ېې خطرناک عوامپالان بولي.

پوتین چې د روسېې په ولادي واستوک ښار کې یوه اقتصادي فوروم ته وينا کوله، وويل چې د روسېې دغه ټول اقدامات د دغه هیواد د حاکمیت د تقوېې او هغو«خلکو سره د مرستې» په خاطر دي چې د اوکراین په ختيځه سیمه دونباس کې ژوند کوي.پوتين وويل: «موږ هيڅ شی له لاسه نه دي ورکړي او هيڅ شی به هم له لاسه ورنه کړو.»

لويديځو هیوادونو بیا د روسېې دغه ادعاوې ردوي او دا په اوکراین کې د غضب شوو ځمکو د توجیه له پاره د مسکو هڅې بولي.

پوتین د لويديځ هغه تور رد کړ چې مسکو له ګازو څخه د «وسلې» په توګه کار اخليانځور: Abdulhamid Hosbas/AA/picture alliance

روسیه «هر هیواد» سره همکاري ته تیاره ده

اروپايي ټولنې د مسکو له خوا پر اروپا د ګازو قطع کولو ته غبرګون وښود

خو پوتین په خپلو خبرو کې بیا هم ټينګار وکړ: «زموږ ټول اقدامات د هغو خلکو سره د مرستې په خاطر دي چې په دونباس سيمه کې اوسیږي.» پوتین زیاته کړه: «دا زموږ دنده ده او موږ به ېې تر پایه سر ته ورسوو. دا به په نهایت کې زموږ هیواد له داخله او همدارنګه د بهرني سیاست له اړخه تقویه کړي.»

لوېديځو هیوادونه همدارنګه پر روسيې باندې تور لګوي چې له خپلو ګازو څخه د وسلې په توګه کار اخلي. لوېديځ په جولای مياشت کې د اوکراین او روسې ترمنځ د غله جاتو تړون څخه مخکې هم پر مسکو تور لګاوه چې د اوکراین د غله جاتو صادرات ېې د جنګي موخو په خاطر بند کړي دي.

پوتین په خپلو خبرو کې ګازو او د غله جاتو تړون ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د اوکراین له بندرونو څخه غله جات د فقیرو هیوادونو پر ځای شتمنو هیوادونو ته ځي. هغه وويل: «له اوکراين څخه تقريباً ټوله غله د مخ پر ودي په درشل کې تر ټولو بې وزله هیوادونو ته نه ده صادر شوې، بلکې د اروپايي اتحادېې هیوادونو ته» ليږدول شوې ده.

اوکراین د نړۍ يو مهم د غله جاتو صادرونکی هیواد ګڼل کيږي. خو په دغه هیواد کې تر جګړې وروسته په ميلیونو ټنه غله جات بند شوي چې پر نړیوال بازار ېې هم مستقیم اغیز پرېښود. په جولای میاشت کې روسېې او اوکراین د ملګرو ملتونو سازمان او ترکېې په مرسته یو تړون لاسلیک کړ او د دغو غله جاتو صادرات بېرته نړیوال بازارونو ته پیل شول.

روسېې او اوکراین په جولای میاشت کې په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د غله جاتو د صادراتو تړون لاسلیک کړانځور: OZAN KOSE/AFP

روسېې اروپا ته د پايپلاین له لارې د خپلو طبیعي ګازو لیږد په تدريجي توګه کم کړ. د روسېې ګازپروم شرکت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د نورد ستریم ۱ پایپلاین له طریقه اروپا ته د ګازو لیږد ودروي چې دلیل ېې تخنيکي ترمیمات ښودلي وو.

پوتین په دې هکله وويل: «موږ ته یو توربين راکړئ، موږ به سبا د نورد ستریم ګاز چالانه کړو.»

د روسېې ولسمشر زیاته کړه: «موږ تيار یوو چې دغه کار همدا سبا وکړو، موږ صرف د ېوې تڼۍ فشار ته اړتیا لرو. اما موږ هغه څوک نه وو چې راباندې تحریمونه ولګول شول.» پوتين وویل چې روسیه تياره ده چې له «هر هیواد» سره همکاري وکړي.

لويديځ پر روسیه باندې پر اوکراین د پوځي يرغل په خاطر بندیزونه لګولي، دغه بندیزونه پر اروپا د روسېې د طبیعي ګازو پر بندیدو منتج شوې چې دې سره په اروپا کې د انرژۍ بیه آسمان ته پورته شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب