1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: روسيه غواړي افغانستان باثباته شي

۱۴۰۱ تیر ۸, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ويلي دي چې په افغانستان کې د وضعيت «عادي حالت» ته د ګرځولو له پاره هلې ځلې کوي. پوتين دا څرګندونې په ګاونډي هيواد تاجيکستان کې د سفر پر وخت په سيمه کې د روسیې مسئوليتونو ته په اشاره سره وکړې.

Ukraine-Krieg I  Kreml I  Wladimir Putin
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۲۸مه نيټه) په تاجيکستان کې له ولسمشر امام علي رحمانوف سره د خبرو په ترڅ کې زياته کړه: «موږ [په افغانستان کې] د وضعيت د باثباته کولو له پاره هر څه کوو او هڅه کوو چې له سياسي قدرتونو سره چې وضعيت کنترولوي، اړيکه ټينګه کړو.»

خو د روسي رسنيو په حواله دواړو مشرانو وويل چې په افغانستان کې واکمن طالبان بايد د ټولو قومونو استازو ته په حکومت کې بشپړه ونډه ورکړي. د تېر ميلادي کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د سيمې د نورو هيوادونو د بې ثباته کيدو ويره رامنځته شوې ده.

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ګاونډيو هيوادونو اندېښنې

تاجيکستان د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه یې تر ټولو بې وزله دی او له افغانستان سره ۱۲۰۰ کيلومتره اوږده پوله لري. له څو مياشتو راهيسې په دغه سرحدي سيمه کې د تاجيک ځواکونو او مخدره موادو د قاچاق وړونکو ترمنځ اخ و ډب او تاوتريخوالی رامنځته کيږي.

د تاجيکستان ولسمشر رحمانوف له پوتين سره په خبرو کې وويل: «تاسې پخپله ښه پوهيږئ... چې څه بايد وشي چې له کبله یې په سيمه کې وضعيت، په ځانګړې توګه په دې ساحه کې چې موږ یې په ګډه مسئوليت لرو، باثباته وي او هيچا ته ګواښ پيښ نه کړي.»

روسیه او ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې پوځي تمرینات پیلوي

تاجيکستان ته د پوتين سفر پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته يوه بهرني هيواد ته د نوموړي لومړی سفر دی.

روسيه په تاجيکستان کې چې په سيمه ایزو متحدينو کې یې شمیرل کيږي، يوه ستره پوځي اډه لري او دغه هيواد په اقتصادي توګه پر روسيې متکي دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)