1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين وايي يو وخت يې ټکسي چلاوه

۱۴۰۰ آذر ۲۲, دوشنبه

ولاديمير پوتين د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په ۱۹۹۰ لسیزه کې له ديموکراتیک آلمان څخه روسیې ته ولاړ او هلته یې ټکسي چلاوه.

Russland Habarovsk | Vladimir Putin fährt Lada Kalina
انځور: Alexsey Druginyn/dpa/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه مستند فلم "تازه کیسه" کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، د پخواني شوروي اتحاد د ړنګيدو د سختو اغېزو په اړه خبره وکړه او وویل: »کله ناکله به اړ شوم چې له ټکسي چلولو پیسې پیدا کړم.«

دغه ۶۹ کلن سیاستوال زیاته کړه: »د دې په اړه خبرې کول خواشنیونکي دي خو له بده مرغه همداسي څه ول.«

د دغه فلم موضوع ۳۰  کاله وړاندې د شوروي اتحاد د ړنګېدو کیسه ده.

پوتین د کمونیستي بلاک نړېدل د شلمې پیړۍ تر ټولو لوی ناورین بللی وو. اوس هغه دا روسانو ته يوه »تراژيدي« وبلله.

ولاديمير پوتين د شوروي اتحاد په وخت کي د »کی جي بي« د افسر په توګه د پخواني ديموکراتيک آلمان په دریسدن ښار کې کار کاوه.

 هغه په ۱۹۹۰م کال کي له خپلې کورنۍ سره خپل ټاټوبي لیننګراد، نني سان پیترزبورګ ته ستون شو.

په دغه مستند فلم کې دا هم راغلي دي چې په هغه وخت کې د پیسو ګټلو لارې چارې ډېرې ستونزمنې وې او د هيواد د امنیتي جوړښتونو یو زیات شمېر غړي هم د ژوند د مخ ته وړلو له پاره له ستونزو سره مخ ول.

روسي رسنیو ته د "پوتین ټکسې چلول" یوه هېښونکې کیسه وه.

تر دې مخکې په دې اړه هیڅ ریپوټ نه و خپور شوی، پوتين یوازې په ۲۰۱۸م کال کي ويلي ول چي هغه یو وخت د ټکسي چلونې په اړه هم فکر کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل