د اوکراین تر خپلواکۍ څو ورځې وړاندې د اوکراین د پلازمېنې په کوڅو کې روسي ټانکونه نندارې ته وړاندې شوي دي او ماشومان ورسره ساتیروي. اوکراین د اګست میاشتې پر ۲۴مه نېټه خپله خپلواکي لمانځي. له نن څخه شپږ میاشتې وړاندې، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین کیف ته د روسي ټانکونو د ننوتلو امر وکړ. پوتین هغه وخت تمه درلوده چې اوکراین به یوازې په دریو ورځو کې ونیسي، خو داسې ونه شول او جګړه لا هم ادامه لري.
انځور: Kyodo/picture alliance
سوځېدلی روسی ټانک د کيف په يوه کوڅه کي
پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل وروسته، لا هم په دغه هيواد کې جګړه روانه ده او اوکرایني عسکر یې پر وړاندې مقاومت کوي. اوسمهال اصلي جګړه د اوکراین په ختیځ او جنوب کې ده. روسیې په دې موده کې خپل ګڼ شمیر پوځي تجهیزات هم له لاسه ورکړي دي.
انځور: Nacho Doche/REUTERS
په کيف کي سوځلی ټانک
تر دې وړاندې د روان میلادي کال په می میاشت کې هم د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څیرمه د روسیې د ویجاړ شویو پوځي تجهیزاتو یو نندارتون جوړ شوی وو ترڅو د اوکراینانو مورال لوړ کړي. د اوکراین دفاع وزارت ادعا کوي چې له ۱۹۰۰ ډېر روسي ټانکونه او د روسي ځواکونو تر ۴۲ زره ډیر عسکرو د انتقال زغروال موټر یې له منځه وړي دي. په خپلواکه توګه د دغو شمیرو تائید ناممکن دی.
انځور: GLEB GARANICH/REUTERS
په کيف کي ويجاړ شوي ټانکونه
د روان میلادي کال په جون او جولای میاشتو کې هم د اوکراین حکومت د پولنډ په وارسا او د چیک جمهوریت په پراګ کې هم ورته نندارتونونه تنظیم کړي ول. د اوکراین دفاع وزیر، اولیکسي ریزینکوف همدا راز په نورو اروپايي هیوادونو کې هم د دغه راز نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړی دی، ترڅو د خلکو په ذهنونو کې د جګړې یاد تازه پاتې شي.
انځور: picture alliance/AP
په استونیا کې د روسي ټانکونو لیرې کیدل
پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، په ځينو اروپايي هیوادونو کې روسي ټانکونه ورو ورو له صحنې څخه لیرې شول. د همدې کال په اګست میاشت کې د استونیا حکومت پریکړه وکړه چې د شوري اتحاد په دوران کې جوړ ټي-۳۴ ډوله ټانک چې د دې هیواد په شرقي ناروا ښار کې د روسیې پولې ته څیرمه د یوه یادګار په توګه پاته وو، لیرې کړی. د استونیا حکومت د دې کار دلیل عامه نظم ته ګواښ بللی وو.