1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

پوتين: پر روسيې د اوکراين بريدونه له کيف سره مرسته نه کوي

نجيب الله زيارمل I د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۶, چهارشنبه

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پوځي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې بيا تائيد کړه چي په اوکراین کي خپلو جنګي اهدافو ته ژمن دی. هغه وویل چي د روسیې دننه د اوکراین بریدونه به له کیف سره "مرسته ونکړي".

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ويډيويي کنفرانس پر مهال
پوتين په اوکراين کي خپلو اهدافو ته پررسېدو يووار بيا ټينګار کړی دیانځور: Andrey Babushkin/Pool/REUTERS

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پوځي مشرانو سره يووار بيا ټينګار وکړ چي په اوکراین کي خپلو جنګي اهدافو ته ژمن دی. هغه وویل چي د روسیې دننه د اوکراین بریدونه به له کیف سره "مرسته ونکړي".

ولاديمير پوتين د سه شنبې په ورځ له خپلو پوځي مشرانو سره په ليدنه کي وويل چي کيف تلاش کوي چي په خپلو متقابلو بريدونو سره خپلو غربي ملاتړو ته دا وښيي چي دوی موفق دي، په داسي حال کي چي اوکرايني ځواکونه اړ سوي دي چي د جګړې د لومړۍ کرښي په اوږدو کي پر شاتګ وکړي.

د روسيې د دولتي تلويزيون په خپرو سوو تصاويرو کي داهم ښوول سوې چي پوتين د پوځي يونيفورم لرونکو قوماندانانو سره په يوه مېلمستيا کي خپله ۷۳ کليزه لمانځي.

پر روسيې د اوکراين د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو تر وروستيو بريدونو وروسته، پوتين د روسيې د اتباعو د خونديتوب پر تضمين او د ملکي او ستراتيژيکو زېربناوو په ګډون د انرژۍ د اسانتياوو پر ساتني باندي ټينګار وکړ. هغه وويل: «دا زموږ وظيفه ده.»

اوکراين چي د روسيې د يرغل پر وړاندي د ځان دفاع کوي، په روسيه کي يې د تيلو پر زېرمتونونو او تصفيه خانو باندي بريدونه پيل کړي دي.

که څه هم دغو بريدونو زيانونه اړولي دي، خو له درې نيمو کلونو راهيسي د روسيې د روان يرغل له امله رامنځته سوي ويجاړۍ او مرګ ژوبلي په پرتله لږ دي.

پوتين وويل چي د ستراتيژيک عمل ابتکار اوس هم د روسيې د پوځ په لاس کي دی چي په ادعا يې سږکال يې د اوکراين ۴۹۰۰ کيلومتره مربع مځکه او ۲۱۲ کلي نيولي دي. دغه ارقام په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي.

هغه وويل: «زموږ ګډه وظيفه بې تغيره پاته ده: موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چي زموږ سرتيرو ته ټول ټاکل سوي اهداف ترلاسه سي.»

د روسيې لوی درستيز والري ګيراسيموف، وويل چي د روسيې اوسنی لومړيتوب د اوکراين د توغنديو او ډرون پر توليد ځايونو باندي بريد کول دی.

هغه په دونتيسک، زاپوروژيا او دنيپروپيتروسک کي د روسيې د ځواکونو د پرمختګونو په اړه هم راپور ورکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل