1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین اروپا ته د لا لږ ګازو د انتقال خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین اروپا ته د ګازو د نورو کمیدو اخطار ورکړ.

Wladimir Putin trifft Ali Khamenei und Ebrahim Raisi in Teheran
انځور: yjc

د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین ، له تهران څخه د یوې لیدني کتني پرمهال وویل، چي که په کاناډا کي د نورد سټریم یو پایپلاین له پاره ترمیم سوی توربین یې ژر هیواد ته ونه سیږي، اروپا ته به یې ورځنی د ګازو انتقال نور هم ډیر راکم سي. په عین حال کي پوتین د یوه الترناتیف په توګه د نورد سټریم دوه پایپلاین وړاندیز وکړ، چي کیدلای سي فعال کړل سي. په اوس وخت کي د تر ۱۲۰۰ کیلوکتره اضافه اوږد نورد سټریم یو پایپلاین، د کلني مراقبت په دلیل کاملأ متوقف او هیڅ ګاز نه انتقالوي. خو د پلان مطابق هغه باید سبا پنجشنبه بیرته په فعالیت باندي شروع وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب