1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین او ترمپ دواړه وايي خبرو اترو ته تيار دي

۱۴۰۳ آبان ۱۸, جمعه

د روسیې ولسمشر دونالد ترمپ ته د امریکا په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله. پوتین زیاته کړه چې د اوکراین په اړه د ترمپ پخوانۍ څرګندونې او له روسیې سره د اړیکو بیا رغول د پام وړ دي.

د روسیې ولسمشر دونالد ترمپ ته د امریکا په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.
د روسیې ولسمشر دونالد ترمپ ته د امریکا په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله. انځور: Leonhard Foeger/REUTERS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پنجشنبې په ورځ دونالد ترمپ ته د امریکا په انتخاباتو کې د بریا مبارکي وویله او ویې ویل چې مسکو د جمهوري غوښتونکو له منتخب ولسمشر سره خبرو ته اماده دی.

ترمپ چې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره یې هم خبرې کړي دي، ډاډه دی چې په څو ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسولی شي او په وار وار یې له اوکراین سره د امریکا پر مرستو انتقاد کړی دی.

ترمپ او پوتین د یو بل په اړه څه وویل؟

د ترمپ له بریا وروسته پوتین په خپلو لومړنیو عامه څرګندونو کې د اوکراین په اړه د ترمپ څرګندونو او له روسیې سره د اړیکو بیا رغولو ته اشاره وکړه.

پوتین وویل:«هغه څه چې له روسیې سره د اړیکو د بیا رغولو او په اوکراین کې د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه ویل شوي، زما په اند لږ تر لږه د پام وړ دي.»

پوتین د روسیې په سویل سوچي ښار کې د والدای فورم ته په وینا کې وویل: "زه له دې فرصت څخه په استفادې هغه [دونالد ترمپ] ته مبارکي وايم."

پوتین د یوې پوښتني په ځواب کې چې آیا هغه له ترمپ سره خبرو اترو ته چمتو دی، د روسیې مشر وویل: " چمتو دی."

په ورته وخت کې ترمپ هم څرګنده کړه چې هغه د پوتین سره د یو ډول خبرو اترو له پاره چمتو دی، د امريکا متحده ایالاتو نوي انتخاب شوی ولسمشر دونالد ترمپ په یوه مرکه کې NBC نیوز ته وویل چې « زه فکر کوم چې موږ به خبرې وکړو.»

۸۷ کلن ترمپ وويل چې د چهارشنبې ورځي له سهار راهیسې يې شاید د نړۍ له ۷۰ مشرانو سره خبرې کړي وي، خو څرګنده یې کړه چې له پوتین سره يې خبرې نه دي کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د تحقیقاتي خبریال باب ووډوارډ، په یوه کتاب کې ادعا شوې ده چې ترمپ او پوتین ممکن د جو بایدن د ولسمشرۍ پرمهال اوه ځله خبرې کړې وي.

زیلنسکي: له ترمپ سره خبرې 'ډېري ښه' وې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، ویلي دي چې له ترمپ سره یې "ښه ټلیفوني خبرې" کړې، زیلنسکي وایې ترمپ ګواښ کړی دی چې د روسیې د نږدې درې کلن یرغل پر وړاندې د کیف د جګړې له پاره د امریکا د مرستو دوامداره جریان بند کړي.

زیلنسکي وویل: «ما د هغه کورنۍ او ټیم د عالي کار په سبب وستايل.»

هغه همدا راز زیاته کړې « موږ موافقه وکړه چې نږدې خبرو ته دوام ورکړو او خپلې همکارۍ ته وده ورکړو. د متحده ایالاتو قوي او ثابت رهبري د نړۍ او عادلانه سولې له پاره حیاتي ده.»

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

د ترمپ له بریا وروسته، اوس زیلنسکي د امریکا د مرستو د بندیو په اړه اندېښمن دی له همدې امله یې له اروپایې ټولني غوښتي دي چې څو د مسکو سره د جګره پر وړاندي د کیف سره مرسته وکړي.

همداراز ولودیمیر زیلنسکي پرهغو کسانو انتقاد وکړ چې پر ده یې فشار راوړی وو څو د اوکراین په ختیځ او لوېديځ کې نوري سيمي روسيې ته پريږدي چې پوتين د سولي خبرو اترو د شرط په توګه وړانديږ کړي وې.

.

Sh/A N/Z (AFP, AP, dpa, Reuters)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب