1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پوتین او ماکرون د زپروږيا اتومي بټۍ پر وضعیت خبرې کړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د روسېې ولسمشر د اوکراين د اشغال شوې اتومي بټۍ په تړاو چې د امنيتي وضعیت په اړه ېې اندېښنه ښوول کيږي، له خپل فرانسوي سیال سره خبرې کړي. ځيني کارپوهان د اوکرايني قواوو وروستي پرمختګونه د اوکراین جګړه کې د عطف نقطه بولي.

 Russland Frankreich Putin und Macron
د آرشیف انځورو - د روسېې ولسمشر ولادیمر پوتين له خپل فرانسوي سیال، امانویل ماکرون سره د یو ويډیويي کنفرانس پر مهال - د ۲۰۲۰م کال د جون ۲۶انځور: MIKHAIL KLIMENTYEV/SPUTNIK/AFP via Getty Images

د اوکراين په سويل ختيځ کې د زپروږيا اتومۍ بټۍ چې پر اوکراین د روسېې د پوځي يرغل په لومړيو ورځو کې روسېې اشغال کړه په پر له پسې توګه تر حملو لاندې راغلې ده چې دواړه لورې ېې د هغو مسئولیت پر یو بل وراچوي.

د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د يکشنبې په ورځ د دغې بټۍ د ناوړه وضعیت په هکله له خپل فرانسوي سیال امانويل ماکرون سره تليفوني خبري وکړې. د کرملین ماڼۍ په یوه اعلاميه کې وويل چې پوتين ماکرون سره په خبرو کې پر زپروږيا اتومي بټۍ د اوکراين د پوځي حملو د توقف په خاطر، پر اوکراین د نړيوالو فشارونو د ډيريدو غوښتونکی شو.

الیزه (د فرانسې د ولسمشرۍ مانۍ) وايي چې ماکرون په دغه تليفوني اړيکه کې له پوتين څخه وغوښتل چې له دغې اتومي بټۍ څخه درنې وسلې او پوځي تجهیزات وښکل شي او د امنیت د ساتنې په خاطر ېې د اتومي انرژۍ سازمان سپارښتنې په نظر کې ونیول شي.

له زيلنسکي او ګروسي سره د مکرون بحثونه

د فرانسې ولسمشر ويلي دي چې له خپل اوکرايني سيال ولوديمیر زيلنسکي او د اتومي انرژۍ سازمان له عمومي مشر، رافایل ګروسي سره خپلو اړيکو ته ادامه ورکوي او په راتلونکو ورځو کې به بيا له پوتين سره خبرې وکړي تر څو د زپروږيا اتومۍ بټۍ د امنیت د ساتنې له پاره یو تفاهم ترلاسه شي.

پوتين: د نړۍ سولي ته اصلي ګواښ بنديزونو ته د لوېديځ ليوالتيا ده

زپروږيا د اروپا تر ټولو ستره اتومي بټۍ ده چې شپږ راکتورونه لري چې وروستی هغه ېې د شنبې په ورځ له فعاليته وايستل شوه، تر څو له یوې اتومي فاجعې څخه مخنیوی شوی وي.

د اتومي انرژۍ سازمان پلاوي شاوخوا دوې اوونۍ مخکې بریالی شو چې انرهودار ښار ته څيرمه له دغو اتومي تاسیساتو څخه کتنه وکړيانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

وروسته د اوونيو مذاکراتو، د اتومي انرژۍ سازمان پلاوي شاوخوا دوې اوونۍ مخکې بریالی شو چې انرهودار ښار ته څيرمه له دغو اتومي تاسیساتو څخه کتنه وکړي.

د دغه سازمان مشر، رافايل ګروسي چې خپله هم يوه ورځ له څارونکي پلاوي سره مل وو، د زپروږيا اتومي بټۍ وضعیت فوق العاده د اندېښنې وړ وښود او د دغو تاسیساتو په اطرافو کې يې د ېوې غیرنظامي او امن سېمې د جوړولو غوښتونکی شو.

روسېې موافقه کړې چې د اتومي انرژۍ سازمان دوه څېړونکې دې په دوامداره توګه پر اتومي بټۍ خپل نظارت ته ادامه ورکړي، اما له دغې اشغالي سيمې څخه ېې د ځواکونو د شاتګ خبره رد کړې ده.

د روسي ځواکونو د شاتګ تائيد

اوکراین په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد په ختيځ کې د روسي ځواکونو پر ضد د یو لړ کاميابو تعرضي حملو او د یو شمیر اشغال شوو ښارګوټو د بېرته نېولو خبر ورکړی.

روسېې له يو شمیر سیمو څخه د خپلو ځواکونو شاتګ منلی دی، خو د هغه علت ېې د «د قواوو تجدید» ښودلی دی.

د بریتانیا دفاع وزارت د خپلې يکشنبې ورځې ارزونې پر اساس وويل چې اوکرایني ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي او ډيرې سېمې ېې آزادې کړي دي.

خبري سرچينو د امریکايي کارپوهانو له قوله ويلي دي چې اوکرايني ځواکونو د تيرو پنځو ورځو په جریان کې اکثره هغه سېمې چې روسي ځواکونو له اپریل میاشتې راهیسې اشغال کړې وې، بيرته نيولي دي.

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

دغه کارپوهان د ایزیوم ښار بېرته نيولو ته اشاره کوي، چې په ختيځ کې د روسي ځواکونو د ملاتړ یو مهم مرکز ګڼل کيږي. دوی وايي د دغه ښار نيول د جګړې په لومړيو اوونيو کې د کيف ښار تر ناکامې محاصرې وروسته د اوکرايني ځواکونو تر ټولو لويه پوځي بریا ده.

لاوروف: مذاکرات نه ردوو

ځيني کارپوهان د اوکرايني قواوو وروستي پرمختګونه د اوکراین جګړه کې د عطف نقطه بولي انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

روسېې چې تر اوسه ېې د جګړې د پای په موخه له اوکراین سره هر ډول مستقیم مذاکرات ردول، اوس ېې په دې برخه کې يو څه انعطاف ښودلی دی.

د روسېې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د يکشنبې په ورځ د دغه هیواد دولتي تلویزیون ته وويل چې مسکو له اوکراین سره د مذاکرې مخالف نه دی، اما هر څومره چې دغه پروسه شاته ولويږي، په هماغه اندازه توافق ته رسېدل سختيږي.

روسيې د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه پر اوکراین تر پوځي يرغل لږ وروسته له اوکراين سره د کارپوهانو په سطحه مذاکرات پيل کړل، خو ادامه ېې پېدا نه کړه.

مسکو په عین حال کې د سولې یو لړ شرطونه وړاندې کړي دي چې په ډله کې ېې د دونيڅک او لوهانسک سيمو ورسپارل شامل دي، خو کیف ېې منلو ته تیار نه دی.

د اټومي آژانس کارپوهان د ژاپروژیا د څارنې په درشل کې دي

اوکراین وايي تر هغه وخته پورې چې روسي اشغالګرو د کريميا جزيرې په ګډون د اوکراين ټولې سېمې نه وي ترک کړي، مذاکراتو ته به داخل نشي. روسېې کریما په ۲۰۱۴م کال کې د خپلې خاورې برخه وګرځوله.

اوکرایني ځواکونه: د روسېې سرحده ته نژدې شوي يوو

د روسېې دغه انعطاف، په احتمال سره په اشغالي سیمو کې د اوکرايني قواو د چټک پرمختګ او له دغو سیمو څخه د روسي عسکرو د «تېښتې» په اړه له خپرو شوو رپوټونو سره بې ارتباطه نه دی.

اوکرايني ځواکونو ادعا کړې ده چې په وروستیو کې ېې د خارکيف ښار په سويل کې ډيرې سېمې بېرته نيولي او د روسېې سرحد ۵۰ کيلومترۍ ته ورنژدې شوي دي. د اوکراین ولسمشر، نېول شوې سيمې په زرونو کيلومتره مربع ښودلې دي.

اوکرایني ځواکونو د دوشنبې په ورځ بیا وويل چې د خپلو پراخو تعرضي حملو په ادامه ېې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د هستوګني تر ۲۰ ډېر ځایونه بيرته نيولي دي. د فرانسې خبري آژانس د اوکراين د پوځ له قوله ليکي: «اوکرایني ځواکونو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د هستوګنې له څه باندې ۲۰ سیمو څخه دښمن پر شا کړی دی» او پر دغو سیمو باندې «بشپړ کنټرول» لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب