1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او کیم جونک اون ، شي جین پینگ ته تبریکي وویله

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین د چین جمهوررییس شي جین پینګ ته د هغه د دریم واري لپاره د کمونسټ حزب عمومي منشي کیدو په مناسبت تبریکي وویله.

Wladimir Putin mit Xi Jinping in Samarkand
انځور: Sergei Bobylyov/Sputnik/AFP

کریملین نن یکشنبه د پوتین په حواله ویلي دي، »زه خوشاله یم، چي د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکي همکارۍ په لارکي زموږ جوړونکی ډیالوګ او ګډ کار دوام پیدا کړي.« هغه همدارنګه شي ته »د ښه صحت ، ارامۍ او کامیایۍ« ارزو وکړه.
په همدې حال کي د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون هم د دغه هیواد د خبري آژانس، KCNA په حواله د چین جمهوررییس شي جین پینګ ته د»زړه د کومي« مبارکي وویله او د هغه دوباره انتخاب یې تاریخي عمل وباله. په خبره یې د هغه سره په ګده به زه د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو مناسباتو په لار کي لا ښه راتلونکې جوړه کړم، کوم چي زموږ د عصر مطابق به وي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل