1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین: د ترمپ د سولې طرحه د توافق له پاره پیلامه ده

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۱, شنبه

ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا نوې طرحه د «سولې نهایي موافقې له پاره بنسټ» بللی دی. میرڅ له ترمپ سره د اوکراین د سولې طرحې په اړه تلیفوني خبرې کړي او ترمپ اوکراین ته مهلت ټاکلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا په طرحه کې د اوکراین له خوا روسیې ته د ډیرو امتیازاتو ورکول په پام کې نیول شوي.انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP Evan Vucci/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو له پاره یې د امریکا نوې طرحه ترلاسه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه طرحه به «د سولې یوې وروستۍ موافقې ته د رسیدو بنسټ یا پیلامه وي».

په ورته وخت کې پوتین یو وار بیا د دې طرحې د «جزویاتو» په ارزونې ټینګار وکړ؛ هغه چلند چې تر دې مخکې هم د «وخت اخیستلو او سیاسی مانور» له پاره ترې استفاده شوې ده.

پوتین د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «مونږ د سولې خبرو اترو او په سوله ایز ډول د ستونزو حلولو ته تیار یو او اړینه ده چې د امریکا د طرحې ټول بندونه په دقیق ډول و ارزول شي.»

د پوتین په خبره د امریکا حکومت د خپلې ۲۸ ماده ایزې طرحې په هکله د مستقیمو خبرو اترو له پاره له روسیې سره تماس نه دی نیولی. نوموړي د دې کار دلیل د اوکراین مقاومت بللی و او زیاته یې کړه: «داسې معلومیږي چې اوکراین او اروپايي متحدین یې لا هم د جګړې په میدان کې د روسیې د ستراتیژیکې ماتې په وهم یا غلط تصور کې دي.»

د امریکا په طرحه کې د اوکراین له خوا روسیې ته د ډیرو امتیازاتو ورکول په پام کې نیول شوي. په دې طرحه کې د ختیځو سیمو د یوې برخې سپارل، له څو سیمو څخه د اوکرایني پوځ پرشاتګ، د پوځ کمول او په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو له غوښتنې څخه د اوکراین تیریدل ذکر شوي دي.

کیف او اروپایي متحدینو یې دغه طرحه «د تسلیمیدو مسودې» یو ډول بللی دی.

پوتین خبرداری ورکړی دی چې که اوکراین دغه شرایط ونه مني، جګړه به دوام پيدا کړي. هغه ګواښ وکړ: «په هر صورت، دغه مسیر مونږ د ځانګړو عملیاتو اهدافو ته نزدې کوي، که هغه د مذاکراتو له لارې وي او که د جګړې.»

د دغو ګواښونو سربیره پوتین سولې ته د لومړيتوب ورکولو خبره وکړه؛ هغه دریځ چې اکثره یې د کرملین تکراریدونکې بیلګه ګڼل کیږي چې مذاکراتو ته تیاری اعلانوي، خو په چلند کې یې ريښتنی بدلون نه رامنځته کیږي.

اوکراین ته د ترمپ مهلت

دونالد ترمپ اوکراین ته د خپل سولې طرحې د منلو له پاره مهلت ټاکلی دی او ویلي یې دي چې دغه هیواد باید د نومبر تر ۲۷ نیټې پورې د امریکا د «سولې طرحې» سره موافقه وکړي او دغه نیټه یې یو «مناسب وخت» بللی دی.

نوموړي له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې اوکراین «ډیر زر لا زیاتې سیمې له لاسه ورکوي.» ترمپ په دغه مرکه کې ټینګار وکړ چې پر روسیې لګول شوي بندیزونه به لغوه نه شي.

د رپوټونو په حواله امریکا ګواښ کړی دی چې له دې طرحې سره د اوکراین د مخالفت په صورت کې به د وسلو استول او د معلوماتو تبادله ودروي.

په ورته وخت کې زیلنسکي ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جی دي ونس، سره د ترمپ د سولې طرحې په هکله یو ساعت خبرې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر وویل ټاکل شوې ده چې هیواد یې، امریکا او اروپا د مشاورینو په کچه د سولې پر لور د یوه واقعي مسیر موندې په خاطر همکاري وکړي. زیلنسکي ټينګار وکړ چې اوکراین د واقعیت پر مبنا ولاړ هر وړاندیز برسي کوي، خو خپل هیواد به «تسلیم نه کړي».

له ترمپ سره د میرڅ تلیفوني خبرې

د المان صدراعظم فدریدریش میرڅ له دونالد ترمپ سره د اوکراین د سولې طرحې په هکله تلیفوني خبرې کړي دي. د المان د حکومتي ویاند شټيفن کورنلیوس په وینا دغه خبرې اترې: «باوري او رغوونکې» وې او دواړو خواو موافقه وکړه چې راتلونکي ګامونه به د مشاورینو په کچه همغږې کیږي.

د ترمپ او میرڅ خبرو شاوخوا ۱۵ دقیقې دوام وکړ او په برلین کې دولتي سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ده میرڅ به اوس خپل ټول اروپايي شریکان په جریان کې اچوي، څو د راتلونکو پړاونو له پاره همغږي وشي.

تمه کیږي چې اروپايي هیوادونه به د جي ۲۰ له کنفرانس څخه چې د دوشنبې (د نومبر میاشتې ۲۲ نیټه) له ورځې څخه په سویلي افریقا کې پيلیږي، د نزدې همغږۍ له پاره استفاده وکړي.

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

01:21

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب